1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لوګر کي لاريون کونکو د ناټو ځواکونو پنځو ټانکرو ته اور اچولی

۱۳۸۹ اردیبهشت ۵, یکشنبه

د کابل لوګر لويه لاره هغه مهاله د څو ساعتونو لپاره وتړل سوه چي تيره شپه امريکايي ځواکونو درې تنه وژلي، چي ځايي خلګ هغه مکي وګړي بولي او نن يې کليوالو او دوستانو احتجاج کړی و...

https://p.dw.com/p/N5mM
افغان لاريون کونکي
افغان لاريون کونکيانځور: AP

د لوګر امنې قوماندان ويلي، چي تيره شپه امريکايي ځواکونو درې تنه تندلاري وژلي او دوه تنه نوريې ژوندي نيولي. دغه راز نوموړي زياته کړې چي يو شمېر وسلې يې هم تر لاسه کړي.

ناټو هم ددې دا خبر تايد کړی چي دوی ياغيان وژلي او سيمه ايز قوماندان يې هم نيولی دی.

د ناټو په خبر پاڼه کي زيارته سوې ده چي دوی استخباراتي معلومات تر لاسه کړی ول، چي په سيمه کي ياغيانو په يو لړ فعاليتونو لاس پور کړی دی.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش وويل، چي اکثره لاريون کونکو د وژل سوو کسانو دوستان ول او هغوی د حکومت او د امريکا پر ضد شعارونه ورکول.

هغه زياته کړې، چي د لوګر والي د پيښي د پلټني امر ورکړی تر څو دا وڅيړي ،چي وژل سوي کسان څوک ول.

دوې ورځي د مخه هم په دغه سيمه کي د امريکايي ځواکونو لخوا د پنځو تنو وسلي وګړو د وژل کيدو په خطار يو پراخ لاريون تر سره سوی و.

امريکايي ځواکونو ويلي،چي د هغوی پر عسکرو د کلای سيدان په سيمه کي وسلوال بريد وسو او دوه امريکايي عسکر ووژل سول.

لور ګر د کابل په 60 کيلومترۍ کي پروت هغه ولايت دي چي تر 2009 ميلادي کال پوريې ډيري برخي د طالبانو تر کنترول لاندي وې، چي وروسته بيا 1500 امريکايي عسکر هلته ځای پر ځای سول.

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سټنلي ميک کريسټل د فيبرورۍ په مياشت کي وويل،چي د لوګر څخه ياغيان شړل سوي دي. خو اوس ولايتي چارواکو وايي، چي د هوا په تودېدو سره بيا نوموړي ولايت ته د ياغيانو د راتلو بهير ګړندی سوی دی.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل