1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لوګر کي 12 تنه د ښوونځی زده کونکي وژل سوي

۱۳۸۸ تیر ۱۸, پنجشنبه

نن سهار د افغانستان په وخت د اتو بجو په شاوخواکي دلوګرولايت د محمد آغي ولسوالۍ دشیخک کلا په سيمه کي يوه چاودنه شوي ده...

https://p.dw.com/p/IkIr
د لوګر ولايت د پوليسو دقومندان مصطفی خان، دخولې څخه AP د قربانيانو شمير 25 تنه ښودلی دی چي 21 تنه يي ملکي کسان او څلور تنه نور يي پو ليسان دي.
د لوګر ولايت د پوليسو دقومندان مصطفی خان، دخولې څخه AP د قربانيانو شمير 25 تنه ښودلی دی چي 21 تنه يي ملکي کسان او څلور تنه نور يي پو ليسان دي.انځور: picture-alliance/ dpa

دغه چاودنه يوۍ ښونځی ته نژدې په داسي وخت کي شوې چي ډیر شمير ماشومان دښوونځی په لورروان و او له همدې کبله څنګه چي د رویتر دخبررسولو د آژانس په یوه لومړۍ را رسیدلي رپوټ کي ويل شوي دي بايدپه دغه پيښه کي لږ تر لږه 12 دښوونځی شاګردان وژل شوي وي.

چاودیدونکي مواد په يوه لارۍ موټر کي چي لرګي پکښي بارول ، ايښول شوی و .

داچي په دغه پيښه کي څومره کسان تلف شوی ، په بيلا بيلو آژانسونو کي مختلفي احصايي ورکړ شوی دي. په یوه وروستی رارسیدلي خبر کي ، د لوګر ولايت د پوليسو دقومندان مصطفی خان، دخولې څخه AP د قربانيانو شمير 25 تنه ښودلی دی چي 21 تنه يي ملکي کسان او څلور تنه نور يي پو ليسان دي.

په سیمه کي د دویچه ويلي المان ږغ راډیو خبر يال فرهاد محمدی په يوه تلفونی رپوټ کي ځرګندوي چي نن په لوګر کي د عینک دپروژی دپرانستلو دمراسمو دپاره د افغانستان دکانو اود صنايعو دچارو د وزير په شمول ډير شمير جګپوړي مامورين لوګر ته راتلل او کيداي شی چي په لاری موټر کي ايښول شوی چاودیدونکي مواد د عینک د پروژې د پرانستلو دمراسمو دپاره پلان شوی و،خوامکان لري مخکي له وخت څخه دغه چاودنه شوي وی .

تر اوسه په رسمي ډول سره ددغي پيښي مسولیت چا په غاړه ندی اخيستی خو دولتی چارواکي ددولت مخالفین يا طالبان ددغي پيښي مسول ګڼي.

Ag/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل