1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ليتوانیا کې د کډوالو د منلو پر ضد مظاهرې

۱۳۹۴ مرداد ۱۴, چهارشنبه

د ليتوانیا یو شمیر اوسیدونکو د خپل دولت د هغې پریکړي پر ضد مظاهرې کړې دي چې غواړي په دوو راتلونکو کلونو کې ۲۵۰ کډوال ومني. دغه هیواد پخپله دوه میلیونه نفوس لري.

https://p.dw.com/p/1GAIz
انځور: DW/W. Jantschis

د ليتوانیا نشنلستانو د خپل حکومت پر هغي پریکړي باندي نیوکي کړي دي چې غواړي د اروپايي ټولني له پلان سره سم د افریقا او منځني ختیځ کډوال ومني. ليتوانیا چې پخپله دوه میلیونه نفوس لري غواړي ۲۵۰ کډوال ومني.

ليتوانیا چې په بالتیک هیوادونو کي دی، تر اوسه لا په ۲۰۰۸م کال کې له رامنځته شوي اقتصادي بحران څخه راوتی نه دی او نزدې ۴۰۰۰۰ وگړي ئې نورو اروپايي هیوادونو ته کوچېدلي دي.

د سه شنبې ورځې په مظاهرو کې افراطي ښي اړخو مظاهره کوونکو د «د سپین پوستو عام وژنه» او «د اسلام مخه ونیسئ» په شان شعارونه ورکول. دغه مظاره د پارلمان د ښي اړخو غړو له خوا رابلل شوې وه.

د دغه هیواد د پارلمان یوه غړي رییویز دزینتراس، ویلي دي: «زما په نظر، که اروپايي ټولنه په دې ډول له دې ستونزه سره مبارزه کوي، نو دا به ستونزه لا پسې پراخه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ليتوانیا د بهرنیو چارو وزیر ایدګراز رینکویکس، ویلي دي چې هیواد یې باید له اروپايي ټولنې سره خپل یووالي ښوولی وای. هغه ویلي دي همکاري يو اړخيزه نه وي.

اروپایي ټولنه غواړي چې په راتلونکو دوو کلونو کې لا ډیر کډوال ومني له همدې کبله د دغې ټولنې پر غړو هیوادونو باندي غږ شوی دی چې دا روښانه کړي چې څومړه کډوال منلای شي.

تیره میاشت اروپايي هیوادونه پر دې موضوع چې څرنګه دغي ټولنې ته رسیدونکي کډوال په خپل منځ کې سره وویشي یوې موافقې ته ونه رسیدل. همدا اوس یوازي په آلمان کې د ۲۵۰۰۰۰ کسانو دوسیې غور کولو ته چمتو دي. دغه شمیر کیدای شي د ۲۰۱۵ کال تر پایه پورې ۵۰۰۰۰۰ ته ورسیږي.

په آلمان کې ځيني کډوال آن په خېمو کې ژوند کوي. په وروستیو وختونو کې د ښی اړخو افراطیانو له خوا پر کډوالو باندي بریدونه هم ډېر شوي دي. یوازي د ۲۰۱۵م کال په لومړۍ نیمایي کې دغه شان ۲۰۲ پیښي ثبت شوي دي.

په بریتانیا کې بیا حکومت د کورونو مالکا موظف کړي دي چې غیر قانوني کډوالو ته خپلي ودانۍ په کرایه ور نه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب