1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لږو هيوادونو کي ډېر اعدامونه

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ فروردین ۷, پنجشنبه

د بخښني نړيوال سازمان په ټوله نړۍ کي تر سره سوي اعدامونه غندلي دي. د دغه سازمان په خبره په هغو هيوادونو چي د رسمي شمېرو له مخي د دعدام سزا پکښې ډېره ده ايران او عراق يې په سر کي راځي.

https://p.dw.com/p/1BWUZ
Galgenstrick / Galgen / Hinrichtung
انځور: picture-alliance/dpa

د بخښني نړيوال سازمان د راپور له مخي په ۲۰۱۳ کال کي ۷۷۸ تنه اعدام سوي دي په داسي حال کي چي تر هغه په دمخه کال کي دغه شمېر ۶۸۲ کسان ول.

دغه راپور چي په برلين کي خپور سوی دی، د چين د اعدامونو شمېر پکښې نسته، ځکه چي د پيکنگ حکومت د اعدامونو شمېر د خپل حکومت يو راز بولي او هغه نه خپروي.

د «امنيستي انترنيشنل» سازمان په خبره يوازي په چين کي له کاله په زرونو انسانان اعداميږي، چي دا تر هغو اعدامونو ډېر وي چي په نوره درسته نړۍ کي تر سره کيږي. دغه راز له شمالي کوريا څخه هم هيڅ شمېرې په لاس کي نسته.

د بخښني نړيوال سازمان د اعدامونو د ډيرېدو په برخه کي د ايران او عراق په اړه خبرداری ورکړی دی. په دغو دواړو هيوادونو کي تير کال ۵۳۸ انسانان، چي له دې جملې څخه ۳۶۹ تنه په ايران او ۱۶۹ کسان په عراق کي اعدام سوي دي.
د چين تر څنگ سعودي عربستان (۷۹) امریکا متحده ايالات (۳۹) او سوماليا (۳۴) انسانان اعدام کړي دي.

Todeszelle im Gefängnis von Huntsville USA Giftspritze Todesspritze
انځور: picture-alliance /dpa/dpaweb

«د خپگان وړ او شرموونکي»

په آلمان کي د بخښني د نړيوال سازمان د مشر وياند وليوا هيندريش، وويل: «دغه واقعيت چي د ډيري اعدام سزا مسئوليت د لږو هيوادونو پرغاړه دی د شرم او خپگان خبره ده.» د هغه په خبره په ايران کي هيڅ يوه داسي محکمه نسته چي پر نړيوالو معيارونو دي برابره وي، او په عراق کي بيا د محکوم سوو بنديانو ډېری يې د ترور پرضد قانون له مخي اعدام سوي دي.

هيندريش زياته کړه چي تر ټولو تکان ورکوونکې خبره خو لا دا ده چي په سعودي عربستان کي درې تنه تنکي ځوانان اعدام سوي دي. د اندېښنې وړ بيا دا ده چي اندونيزيا، کويت، نايجريا او ويتنام تر اوږده ځنډ وروسته په ۲۰۱۳ کال کي بيا انسانان اعدام کړي دي.

خو له دې سره سره د بشري حقونو سازمان چي له لسونو کلونو راهيسي د اعدام سزا د لغو کولو سخت تلاښ کوي په دې لاره کي پرمختگ ويني. د امنيستي عمومي مشر سليل شتي، وايي چي «د اعدام سزا يو پخوانۍ خبره ده.» د هغه په خبره اوس نزدې ۱۴۰ هيوادونو يا په عمل يا هم په خپل قانون کي د اعدام سزا لغو کړې ده.

په امريکا متحده ايالاتونو کي د مريلند ايالت په گډون ۱۸ ايالتونو د اعدام سزا لغو کړې ده. له ۲۰۰۹ کال راهيسي تير کال لومړی کال وو چي په ټوله اروپا او مرکزي اسيا کي د اعدام د سزا يوه پيښه هم نه ده ثبت سوې.