1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لښکرګاه کي د کډوالو سره د ګرمو جامو مرسته وسوه

۱۳۸۹ دی ۱, چهارشنبه

په هلمند كي ددوه زره پنځه سوه هغه كورنيو سره د ژمي د رارسيدو په مناسبت د تودو جامو او كوټونو د مرستي لړۍ پيل سوه چي په دې وروستيو كي د پاكستان او ايران هيوادونو څخه بيرته وطن ته راګرځيدلي دي.

https://p.dw.com/p/QiFC
د هلمند مرستيال والي د مرستو د ويش پر مهال
د هلمند مرستيال والي د مرستو د ويش پر مهالانځور: DW

د هلمند د والي مرستيال عبدالستار ميرزكوال د كوټونو او جامو دويش پرميدان وويل

دا مرستي د كډوالو چارو د عالي كميشنري يا UNHCR له خوا د بهر څخه د راغلو كډوالو ترڅنګ د هلمند په ډيرو نورو سيمو كي بې وزله كورنيو ته وركول كيږي.

د مرستو د ويش په ځاى كي ګڼ بې وزله كسان وايي د جامواو كوټونو ترڅنګ به ښه واى چي خوراكي توكي يي هم وركړي وای.

د لښكرګاه ښار د بولان اوسيدونکي چي تازه له ايران څخه هيواد ته راغلي دى وايي كور يي په كرايه نيولي دی او دومره وس نه لري چي د عيال نفقه هم برابره كړي.

دغه مرستي په هلمند كي د كډوالو چارو د رياست په غوښتنه پيل سوي دي د هلمند د كډوالو چارو د رياست مسئولين وايي څوارلس زره نوري كورنۍ هم دغه ډول عاجلو مرستو ته اړتيالري.

په هلمند کي کډوالي کورنۍ
په هلمند کي کډوالي کورنۍانځور: DW

د هلمند د مهاجرينو ريس غلام فاروق نورزى وايي دغه دوه زره پنځه سوه كورنۍ چي د جامو او كوټونو مرسته ورسره وسوه خوراكي موادوته سخته اړتيالري.

ده له مرسته كوونكو ادارو نه غوښتنه وكړه چي د ژمي په رارسيدو سره دهغه كورنيو سره د خوراكي توكو مرسته وكړي چي تازه هيواد ته راستنې سوي دي.

هلمند ته نه يوازي د هيواد نه دباندي د ميشتو افغانانو ګڼي كورنۍ بيرته راستني سوي دي بلكي د تير كلونو د جنګونو او وچكاليو له امله زياتي كورنۍ بې وزله سوي دي او عاجلو مرستو ته اړتيالري.

مسئولين وايي د ژمي په را رسيدو سره ډيري كورنۍ چټكو مرستو ته اړتيالري كه چيري بابيزه وګڼل سي نو ډير كسان به د بشري ناورين سره مخامخ سي.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل