په لښکرگاه کي پر يوه کور باندي ځانمرگي بريد سوی
۱۳۹۵ دی ۲۱, سهشنبهد هلمند د پوليسو قوماندان آغا نور، ويلي دي چي په دغه چاودنه کي چي پر يوه کور باندي سوې ده ۷ کسان وژل سوي او ۶ نور ټپان دي. خو هغه دا نه دي ويلي چي دغه کور په چا پوري اړه لري.
خو د دغه ولايت وياند عمر ځواک بيا د يوه تن د وژل کېدو خبره کړې ده. دا په داسي حال کي ده چي د مرکزي حکومت له خوا د هلمند له چارواکو غوښتل سوي ول چي په دغه ولايت کي د امنيت په اړه په خبر ورکولو کي پام وکړي.
دا چي دغه کور چي يرغل ورباندي سوي د چا وو رسمي چارواکو تر اوسه پوري څه نه دي ويلي. خو په دغه ولايت کي د خبريالانو د راپورونو له مخي بريد د طالبانو له خوا د يوه قوماندان پر کور سوی دئ.
د هلمند د ځايي ادارې يوې سرچينې چي نه ئې غوښتل نوم ئې ياد سي ويلي دي چي دغه کور د ملېشو د يوه قوماندان دئ چي له طالبانو سره په جگړه کي د افغانستان د ملي امنيت ادارې ملاتړ کوي.
دا چي په دغه پېښه کي پخپله قوماندان ته تاوان رسېدلی که نه، تر اوسه پوري لا روښانه نه ده.