1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لښکرگاه کي پر کابل بانک وسله وال يرغل پای ته ورسېد

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آذر ۲۶, چهارشنبه

د هلمند ولايت چارواکي وايي چي د دغه ولايت په مرکز لښکرگاه کي د کابل بانک پر ودانۍ باندي د ځانمرگي بريد او وسله وال يرغل په نتيجه کي لس کسان وژل سوي دي. د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده.

https://p.dw.com/p/1E62N
Selbstmordanschlag in Laschkargah
انځور: DW

د هلمند د والي وياند عمر ځواک له دويچه ويله سره په تليفوني خبرو کي وويل، چي د ځانمرگو بريد کوونکو يوې ډلي په لښکرگاه کي د نوي کابل بانک پر څانگه باندي ځانمگری بريد او وسله وال يرغل وکړ. دغه يرغل چي څو ساعته ئې دوام وکړ ۱۶ کسان پکښې وژل سوي او ټپيان سوي دي.

ځواک د نورو معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه او يوازي دومره وويل چي په وژل سوو کي ملکيا او نظاميان شامل دي. هغه وويل چي د کابل بانک په ودانۍ کي درسره وسله وال وژل سوي دي.

عمر ځواک دغه راز ويلي دي چي په سيمه کي له ليري کنترولېدونکی بم هم هغه مهال وچاود، چي امبولانس روغتون ته ټپيان انتقال ول. په دغه پيښه کي هم دوه کسه ملکيان ټپيان سوي دي.

خو د هلمند د امنيت آمر جنرال حاجي ويس په لښکرگاه کي د دويچه ويله خبريال ته ويلي دي، چي په دغه پيښه کي لس کسان وژل سوي چي پنځه ئې ملکيان او پنځه نظاميان دي. هغه زياته کړې ده چي په دغه پيښه کي دغه راز ۱۲ کسان نور ټپيان سوي دي چي ۷ ئې نظاميان او پنځه ملکيان دي.

په لښکرگاه کي د دويچه ويله خبريال وايي، چي لومړی د بانک په دروازه کي يوه ځانمرگي په ځان پوري تړلو چاودېدونکي مواد چولي او نور په ودانۍ ننوتلي دي. يرغل د غرمې پر ۱۱ بجو پيل او نژدې درې ساعته ئې دوام وکړ.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک ويلي دي چي نن په کابل بانک کي د دولتي مامورينو د معاشونو د توضع ورځ وه او په بانک کي بېروبار هم وو.

د پيښي پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده. د دغي ډلي يوه وياند ويلي دي چي يرغل د دوی جنگياليو کړی وو.

د نوي کابل بانک ودانۍ د لښکرگاه ښار په هغه سيمه کي موقعيت لري، چي سخت امنيتي ئې ساتل کیږي. دغه ودانۍ د هلمند ولايت له مقامه شاوخوا لس ميتره ليري دي.