1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لښکرگاه کي ځانمرگي بريد ۷ تنه ټپيان کړي دي

۱۳۹۰ اسفند ۱۰, چهارشنبه

د هلمندولایت د امنيت امر سمونوال كمالدين شيرزوي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل چي بريد د موټر په واسطه تر سره سوی دئ او هدف ئې په هلمندولایت کي د ولايتي بيارغوني ډلي ملكي كار كوونكي ول.

https://p.dw.com/p/14Bkp
انځور: DW

د هلمند د والي وياند دادو احمدي له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په يوه تليفوني تماس کي وويل چي پيښه د افغانستان پر وخت سهار لس بجې د لښکرگاه ښار د ښاروالۍ په څلور لاره کي هغه مهال را منځته سوه چي په يوه کرولا ډول موټر کي سپاره ځانمرگي برید کوونکي خپل ځان والوزاوه.

د احمدي په خبره د ځانمرگي هدف د څلورلاري څخه د ولايتي بيا رغاوني د ملکي کارکوونکو دوه موټر ول چي مخکي تر هغه چي موټر څلور لاري ته ورسيږي ده خپل ځان الوزولی دئ او د پي ار ټي کارکوونکو ته کوم زيان نه دئ رسېدلی.

د هلمند د والي وياند په خبره په پيښه کي د يوه پوليس او يوې مېرمني په گډون ۷ تنه ټپيان سوي دي.

د پيښي پړه تر اوسه پوري چا پر غاړه نه ده اخيستې. خو د هلمند د والي وياند دادو احمدي وايي چي دا کار د تروريستانو او قاچاق وړونکو دئ چي غواړي هغه کمپاين له خنډ سره مخامخ کي چي دوی ئې د کوکنارو د کښتونو د ماتولو په برخه کي لري.

احمدي زياتوي له هغه وروسته چي د هلمند د درو ولسواليو لکه د ناوې، نادعلي او مرجې امنيتي مسئوليت افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل سوی دی نو دلته تروريستان او قاچاق وړونکي هڅه کوي چي دغه وضع بې ثباته کړي. خو زموږ ځواکونه ورته امادگي لري او هيڅ به ئې هم په لاس ور نه سي.

«دغه بريدونه په هلمند کي هغه څوک تر سره کوي چي گټي ئې په خطر کي دي. دوی غواړي چي د کوکنارو د ماتولو کمپان له ستونزو سره مخامخ کړي. خو دولت هوډ کړی دئ او دا کار به کوي.»

د ملگرو ملتونو د يو راپور له مخي هلمند هغه ولايت دئ چي اوس هم د نړۍ تر ټولو ډير کوکنار چي وروسته بيا ترياک ځني توليديږي کرل کيږي.

د ملگرو ملتونو د وروستي راپور له مخي افغانستان اوس هم د هغو هيوادونو د ليست په سر کي ځای لري چي مخدره مواد پکښي توليديږي.

نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض