1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لښکر ګاه کي يو مجهز کلينيک په فعاليت پيل وکړی

۱۳۸۹ دی ۲۰, دوشنبه

د هلمند د روغتيا ريس وايي دغه كلينيك پخوا په يوه خيمه كي كار كاوو. خو اوس په يوه ودانۍ کي په کار پيل کوي چي شپاړس تنه ډاکټران به کار پکښي کوي.

https://p.dw.com/p/QpTO
د لښکرګاه ښار يو انځور
د لښکرګاه ښار يو انځورانځور: Karlos Zurutuza

د لښكرګاه ښار په يوه څنډه مختار سيمه كي د يوه كلينيك ودانۍ جوړه سوه او ګټي اخستني ته وسپارل سوه. د هلمند د ورغتيا ريس عنايت الله غفاري وايي:

« پخوا به د دې كلينيك ټولي چاري په يوه خيمه كي ترسره كیدلې.اوس شپاړس تنه ډاكتران به په دي روغتيايي مركز كي كار وكړي. او د مختار په سيمه كي به ټولي ناروغۍ تداوي كړي.»

دغه كلينيك د دوه لكه اويا زره امريكايي ډالرو په مالي لګښت د شپږو مياشتو په مو ده كي جوړه سوی دی. چي مالي لګښت يي په هلمند كي د ميشتي پي ار ټي يا ولايتي بيارغوني د ټيم له لوري وركول سوى دى.

په عين حال په لښكرګاه ښآر كي د يوه مسلكي ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چاري هم بشپړ سوي او ګټي اخستني ته وسپارل سوه. دغه مسلكي ليسه چي د ادارې او اقتصاد په برخه كي زده كوونكي مني د ډنمارګ د دولت له لوري په دوه لكه او شل زره امريكايي ډالرو په مالي لګښت جوړه سوې ده.

د هلمند والي محمد ګلاب منګل وويل:« د دې ښوونځي تر څنګ په ټول هلمند كي نږدي اوه مسلكي ليسې فعاليت كوي. كه څه هم دغه ټولي اوه مسلكي ليسي ودانۍ نه لري خو يو په بل پيسي بۀ ورته ودانۍ جوړي سي.

په لښكرګاه كي د دغه ښوونځی ترڅنګ ګڼ شمير نور ښوونځي هم تر كار لاندي دي چي د اكثرو وداني ګټي اخستني ته نږدې سوي دي.

خو د هلمند په ډيرو ليرو پروتو سيمو كي لا اوس هم زده كوونكي تر شنه آسمان لاندي په خيمو كي زده كړه كوي.

څه موده وړاندي د خانشين ولسوالي اوسيدونكو له دولت نه غوښتنه كړې وه چي ماشومانو ته يي ښوونځي جوړ كړي كنه دوی به خپل زامن له ښوونځيو نه راوګرځوي.