1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لیبیا کې د مهاجرو او قاچاقبرو تر منځ خونړی آخ و ډب

۱۳۹۵ اردیبهشت ۹, پنجشنبه

د رپوټونو له مخې په لېبیا کې د مهاجرو او ځایي انساني قاچاق وړونکو تر منځ د پیسو پر سر سخت آخ و ډب رامنځ ته شوی دی. دغي شخړي دا په اثبات رسولې ده چې په لیبیا کې د واک له تشې څخه څرنگه گټه اخیستل کیږي.

https://p.dw.com/p/1IeQn
له ليبيا څخه اروپا ته روان مهاجر
انځور: Getty Images/AFP/G. Isolino

د ناتائید شوو رپوټونو له مخې کورنۍ جگړې ځپلی هیواد لېبیا کې ډېر انسانان د ځایي انساني قاچاق وړونکو او په غیر قانوني توگه سفر کوونکو مصریانو تر منځ د شخړې په پایله کې وژل شوي دي. دغه پیښه له پلازمېنې طرابلس څخه ۱۵۰ کیلومترۍ کې پروت ښار بن ولید کې رامنځ ته شوی ده.

خبري آژانسونو د دغه ښار د ښاري شورا د یوه غړي له قوله رپوټ ورکړی دی چې شخړه د انساني قاچاق وړونکو سره د پیسو د ورکړې پر سر رامنځ ته شوې ده. د هغه په خبره ۱۶ مصریان او درې لیبیایي قاچاقبران په دغه آخ و ډب کې وژل شوي دي.

مصري چارواکي هم پلټني کوي

د مصر په پلازمېنه قاهره کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي دی چې دوی په ليبيا کي له ۱۲ څخه تر ۱۶ مصري وگړو د وژل کیدو د رپوټونو په هکله پلټنې کوي. د وزارت په وینا د مصري وگړو او قاچاقچیانو تر منځ شخړه رامنځ ته شوې ده خو په وینا یې نور معلومات نه لري.

د لیبیا له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي مارتین کوبلر د چهارشنبې په ماښام رامنځ ته شوې پیښه کې «د درو لیبیایانو او ۱۲ مصریانو وژل غندلي» دي. خو هغه هم د پیښې د جزئیاتو په هکله څه نه دي ویلي.

ملیشې او انساني قاچاق وړونکي

په۲۰۱۱م کال کې د لیبیا د پخواني واکمن معمرالقذافي له راپرځېدو راهیسې دغه هیواد په گډوډیو کي ډوب دی. د ملگرو ملتونو په منځگړتوب رامنځ ته شوی د ملي یووالي نوي حکومت څه موده مخکي په طرابلس کې کار پیل کړی. خو په دغه هیواد کې لا هم د واک تشه لیدل کیږي.

لکه په بن ولید کې د تندلارو جهادي ډلو لکه «اسلامي دولت» تر څنگ ځایي ملیشې او انساني قاچاق وړونکي له دغې تشې څخه گټه اخلي. هغوی هغه مهاجر او کډوال دغه هیواد ته قاچاق کوي چې د کار په لټه کوي او ځینې یې بیا اروپا ته په ناقانوني توگه استوي.