1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لینداو کې د نوبل جایزې د گټونکو غونډه

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۱۰, دوشنبه

هر کال د آلمان د بایرن ایالت په لینداو ښار کې ځوان او زاړه دانشمندان سره راټولیږي. په دې ځای کې په سلهاوو ځوان دانشمندان یوه اوونۍ د نوبل جایزې له گټونکو سره تیروي او د هغوی له تجربو څخه کټه اخلي.

https://p.dw.com/p/18yy1
Lindau am Bodensee Quelle Flickr: http://www.flickr.com/photos/ja-pix/8762252369/ Zulieferer: Hannah Fuchs
Lindau am Bodenseeانځور: cc by Juergen Adolph 2.0

لینداو د آلمان، اطریش او سویس هیوادونو تر منځ پروت یو وړوکی آلمانی ښار دی. دغه ښار ته هر کار ډیر شمیر سیلانیان ورځي او د «مایناو» په نوم د ګلونو له جزیرې او له واورو ډکو غرونو له لیدو څخه خوند اخلي. هر کال دې ځای ته یوه ځانګړې ډله هم سفر کوي.

د جولای میاشتې په پیل کې د نړۍ له بیلابیلو برخو څخه څېړونکي دغه وړوکي ښار ته ورځي. هغوی دې ښار ته راځي ترڅو خپل د خوښې ستوري وویني.

دغه ستوري د سینما لوبغاړي، سندرغاړي او یا هم د موسیقي د الاتو غږوونکي نه دي، بلکې هغوی د نوبل د جایزو ګټونکي دي.

سږ کال لینداو ته د نوبل د جایزې ۳۵ تنه ګټونکي ورغلي دي. د هغوی په ډله کې د مکسیکويي کیمیاپوه ماریو مولینا، آلمانی کیمیاپوه هارتموت میشل او د طب په برخه کې آلماني دانشمند هارالد سوهاوزن، شامل دي.

په دې سیمه کې د دانشمندانو راټولیدو له۱۹۵۱ کال راهیسې په یوه فرهنګ باندي بدل شوی دی. په لومړي سر کې د دغه کار اصلي هدف تر دوهمې جګړې وروسته له انزوا څخه د آلمان د دانشمندانو لیرې کول وو. هغه وخت دې سیمې ته د نوبل جایزې یوازې اووه تنه ګټونکي راغلي ول.

د نسلونو تر منځ و خبرو اترو امکان

اوس د نوبل د جایزو د ګټونکو تر څنګ لینداو ته د نړۍ له بیلا بیلو برخو څخه څه نا څه ۶۰۰ ځوان دانشمندان هم ورغلي دي. دې ځای ته د ورتلونکو کسانو د ټاکلو بهیر ډیر سخت وي، ځکه هر کال له ۱۰۰۰ څخه ډیر کسان غواړي چې لینداو راشي او د نوبل د جایزو له ګټونکو سره وویني.

اولیویا میرکل یوه ۳۲ کلنه پروفیسوره ده چې تیر کال یې دغه ځای ته د سفر کولو اجازه ترلاسه کړې وه. هغه وایي چې لینداو ته سفر کول یې د ژوند يو ډیره ښه تجربه وه.

اوس پوښتنه دا ده چې ولي لینداو ته سفر کول دومر ډیر پلویان لري. دا واضیح خبره چې مراجعین یوازې د دې له پاره دې وړوکي ښار نه راځي چې د نوبل د جایزې د ګټونکو اوږدې ویناوې واوري.

لینداو د ځوانو دانشنمدانو له پاره تر دې ډیر ارزښت لري او هغوی غواړي چې که څه هم د یوه ځل له پارې وي، دغه کار په خپل ژوند کې تجربه کړي.

د کیمیا په برخه کې دانشمند والتر کوله، وایي: «زه د هغوی [د ځوانو څیړونکو] احساس درکوم.» والتر اوس ۸۰ کلن دی. هغه د لومړي ځل له پاره په ۱۹۶۴ کال کې د لینداو په غونډه کې ګډون کړی وو.

هر ځوان دانشمند د لینداو په غونډه کې یوازې یو وار د ګډون کولو اجازه لري. خو که د دغو ځوانانو له ډلې څخه کوم یو یې د سولې جایزه وګټي نو بیا کولای شي د ویاند په توګه بیا هم د لینداو په غونډه کې ګډون وکړي.

والتر کوله وایي چې د لینداو د غونډې ځانګړې فضا دغه غونډه د ځوانو دانشمندانو له پاره هغه په یوې خاصې تجربې باندې بدلوي. هغه زیاتوي: «ځوان او زاړه دانشمندان له لینداو کې له یو بل سره ویني. د نوبل د جایزې ګټونکي خپل ځانونه له ځوانو دانشمندانو څخه لوړ نه بولي او له هغوی سره د ډوډۍ د خوړلو او ماښام له خوا خبري کوي.»

پر «زرغونې کیمیا» باندې ډیره توجه

هر کال د لینداو په غونډه کې پر بیلابیلو موضوعګانو باندې توجه کیږي. په ځیني کلونو کې د فزیک دانشمندان دې غونډي ته راځي او بیا ځینې نور کلونه د اقتصاد د پوهانو وار وي. سږ کال د کیمیا د دانشمندانو وار دی.

سږ کال د لینداو د غونډې تمرکز پر چاپیریال باندي دی. د بحث اصلي موضوعګانې د انرژي په مصرف کې سپما کول ده.