1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لېبیا کې د سولې هیله

آژانسونه۱۳۹۳ دی ۲۷, شنبه

په ۲۰۱۱م کال کې د لېبیا د پخواني واکمن معمر القذافي د وژل کیدو راهیسې د شمالي افریقا په دغه هیواد کې کورنۍ جگړه روانه ده. په ژنیف کې د سولې په هکله خبرې اترې شوي دي او په خبرو اترو کې د یوه پرمختگ خبره شوې ده.

https://p.dw.com/p/1EM0N
انځور: DW/Karlos Zurutuza

په ژنیف کې د سولې په خبرو اترو کې د پرمختگ وروسته، په لېبیا کې د اسلامپاله ملیشو یوه اتحاد د اوربند غږ کړی دی. د «فجر لېبیا» په نوم ملیشي ویلي دي چې «په ټولو جبهو کې د اوربند» پر سر توافق شوی دی. د دې له پاره شرط دا دی چې نورې ډلې هم اوربند کړي.

«د متحدې لېبیا په هکله ژمنه»

تر دې د مخه په ژنیف کې ښکیل اړخونه د لېبیا له پاره د (UNSMIL) په نوم د ملگرو ملتونو د ماموریت په منځگړتوب، د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو پر کړنلاره سره هوکړې ته رسیدلي وو. د ملگرو ملتونو په وینا په دغه پلان کې په څو پړاونو کې د وسله والو ډلو پر شا کیدل هم شامل دي. زیاته شوې ده چې پر دې سربیره د جگړې ښکیل اړخونه غواړي چې د برمته شوو کسانو د آزادیدو او کړکیچ ځپلو سیمو ته د مرستندویه سازمانو د لاس رسي له پاره امکانات برابر کړي.

په ژنیف کې د ملگرو ملتونو استازي د لېبیا د په رسمیت پيژندل شوي پارلمان له استازو سره
په ژنیف کې د ملگرو ملتونو استازي د لېبیا د په رسمیت پيژندل شوي پارلمان له استازو سرهانځور: Reuters/P. Albouy

د ملگرو ملتونو له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د مذاکراتو ښکیل اړخونو «یوې متحدې او دیموکراتیکي لېبیا ته خپله ژمنتیا» ښوولې ده چې په هغې کې به د قانون حاکمیت او بشري حقونو ته احترام کیږي. زیاته شوې ده چې په راتلونکي اوونۍ کې به هر اړخ یا لوری په خپل هیواد کې د سلا مشورو وروسته په ژنیف کې د خبرو اترو په نوي دور کې برخه ولري.

د طرابلس او طبرق تر منځ مبارزه

د ۲۰۱۱م کال په مني کي، کې د لېبیا د پخواني واکمن معمرالقذافي تر راپرځول کیدو وروسته په دغه هیواد کې گډوډي او تاوتریخوالی حاکم دی. د تیر کال په دوبي کې د اسلامپالو ملیشو یوه اتحاد د لېبیا پلازمینه طرابلس ونیوله او هلته یې خپل حکومت او پارلمان جوړ کړ. په نړیواله کچه په رسمیت پیژندل شوی حکومت او د ولس استازي د لېبیا په ختیځ کې پروت د طبرق سیمي ته تښتیدلي دي. د دواړو خواوو د ملیشو تر منځ تل نښتې کیږي. خو په خپله په گډه دواړه حکومتونه په ټول هیواد واکمني نه لري.

په ژنیف کې د دوو ورځنیو خبرو اترو په ترڅ کې د طرابلس استازو گډون نه درلود. د دې پر ځای د مصراته ښار یوه پلاوي په دغو خبرو اترو کې گډون درلود. مصراته د طرابلس له اسلامپالو سره یوازې متحد دي.