1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مادريد کي د مختلفو دينونو او مذهبونو نړيوال کنفرانس پيل سو

۱۳۸۷ تیر ۲۷, پنجشنبه

کنفرانس د سعودي عربستان د ټولواک ملک عبدالله تر مشرۍ لاندي د مسلمانانو د نړيوالي ټولني لخوا جوړيږي، تچي سږکال ملک عبدالله او د هسپانيې ټولواک خوان کارلوس په شريکه سره پرانست

https://p.dw.com/p/EeFg
په عکس کي د سعودي پاچا ملک عبدالله د يوه کاتوليک سره د ليدو پر مهال
په عکس کي د سعودي پاچا ملک عبدالله د يوه کاتوليک سره د ليدو پر مهالانځور: AP

سعودي عربستان غواړي چي د هغه هيواد د مکې په ښارکي پيل سوی د رغونکو خبرو اترو د نړيوال کنفرانس نوښت ته په مادريد کي دوام ورکړي او هغه نور هم پراخ کړي. په مادريد کي دې درې ورځنۍ غونډي ته د مختلفو دينونو او مذهبونو 170 تنه استازو ګډون کړی دی.

د دويچه ويلي سياسي مبصير فيليپ لکي چي د غونډي د برخوالو په ډله کي مسلمانان، کاتوليک او پروټستانت مذهبه عيسويان او هم يهود برخه لري. دوی له نږدې ختيځ، آسيا، اورپا او امريکا څخه رابلل سوي دي. له آسيا نه حتي يو شمير بودايان هم ورغلي دي. کنفرانس د سعودي عربستان د ټولواک ملک عبدالله تر مشرۍ لاندي د مسلمانانو د نړيوالي ټولني لخوا جوړيږي، او سږکال ملک عبدالله او د هسپانيې ټولواک خوان کارلوس په شريکه سره پرانست.

د سعودي پاچا
د سعودي پاچاانځور: picture-alliance/dpa

ملک عبدالله باور څرگند کړی، چي دی له سعودي عربستان څخه د زغم او و خبرواترو ته د چمتووالي پيغام راوړي او هيله لري چي اوس سړی يو نوی څپرکی يا فصل پرانيزي او له هغه سره د مادريد ښار د رغوونکو خبرو اترو نړيوال مرکز وګرځي.

د عربستان پاچا له ترهگرۍ او زورزياتي څخه په واټن نيولو سره وويل: د عقيدو او دينونو توپير د د جگړو سبب نه کيږي، بلکي دا يوازي د بنسټ پالو کار دی.

د هسپانيې ټولواک خوان کارلوس دا د سعودي د پاچا وجيبه وبلله هغه وويل:«دا خبري اتري، د يو او بل د هويت او عقيدې په وړاندي له متقابل احترام سره سره، ښايي دا موخه هم ولري، چي د يو او بل ښه پېژندنه آسانه اوهغه ماهيتونه روښانه کړي، چي زموږ سره شريک دي، خو د دواړو اړخونو شريک کار او موافقي ته اړه لري».

د هسپانيې پاچا خوان کارلوس او د بريتانيې پخوانی لومړی وزير توني بلير د مادريد په نړيواله غونډه کي
د هسپانيې پاچا خوان کارلوس او د بريتانيې پخوانی لومړی وزير توني بلير د مادريد په نړيواله غونډه کيانځور: AP

هو همدا ټکي بايد د جولای تر8 نېټې د جمعي تر ورځي پوري کوښښ وسي. په کاري ډلو کي به د مختلفو عقيدو او مذهبونو ترمنځ رغوونکو خبرو اترو ته د دوی چمتووالی او هلي ځلي روښانه او تر بحث لاندي نيول کيږي. ټبريزو او د ټولنيزسياست موضوعگانو ته د لومړيتوب حق ورکول کيږي، البته طبعي خبره ده، چي په شا کي به سياسي ملحوظات هم وي.

مثلا کله چي له ليبيا څخه د ډول ډول مذهبونو استازي رامخ ته کيږي. تر هغه لا زيات، کله چې يهودي برخوالو ته د خبرو وار وررسيږي. د هغوی په ډله کي ربي داويد روزن Rabbi David Rosen ته، يو امريکايي اسرائيلی راهب او په کنفرانس کي يوازنی اسراييلی.

روزين د ملک عبدالله له وينا څخه راضي وو، او ويې ويل چي هيله ده، دلته غوره سوې لار پرمخ بوتلل سي او برياليتوب ته ورسيږي. خبري اتري د اهميت وړ دي، محدودول يې د دواړو خواوو پر بنسټ پالنه تماميږي.