1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ماسکو کي د ولاديمير پوتين پر ضد احتجاج تر سره سو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14ywo

د روسيې په پلازمېنه ماسکو کي د ولسمشر ولاديمير پوتين پر ضد تر سره سوي احتجاج کي په زرگونو کسانو گډون کړی دس. دغه احتجاج ته د هيواد هنرمندانو او نقاشانو بلنه ورکړې وه. نقاشانو په دې ترڅ کي خپلي نقاشۍ پر گاډيو ځوړنده کړي وې او د ښار دننه ئې خپل دغه کتار روان کړی وو.

د دې څخه يوه اونۍ تر مخه د هيواد يو شمېر ليکوالانو او شاعرانو ورته احتجاج ته بلنه ورکړې وه چي پکښي لسو زرو کسانو برخه اخيستې وه. ولسمشر پوتين د لومړي وزير په توگه د دندې د تر سره کولو وروسته د مې په اومه نېټه د درېم ځل له پاره د روسيې د ولسمشر په توگه لوړه کړې وه.

د هغه مخاليفين هڅه کوي چي د دغو احتجاجونو له لاري د خپلو پلويانو حوصلې جگي وساتي. اپوزیسون په ژمي کي په دې توانېدلی وو چي د ولاديمير پوتين پر ضد د احتجاج له پاره په لسگونو زره انسانان وهڅوي.