1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مالي کې د ترهګرو برید

۱۳۹۴ آبان ۲۹, جمعه

د مالي هیواد ځانګړو پوځونو د دې هیواد د باماکو په ښار کې د رادیسون بلو هوتل څخه یرغمل شوي کسان ژغورلي دي. د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت وایي چې ډير شمیر کسان ژغورل شوي دي او ۱۸ کسان بیا د ترهګرو له خوا وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1H9ja
Mali Polizei in Bamako
انځور: H. Kouyate/AFP/Getty Images

ترهګرو د مالي هیواد په پایتخت باماکو کې پر یو هوټل برید وکړ او ډیر شمیر کسان یې یرغمل کړل. د جمعې ورځې په دې برید کې ترهکرو په افریقا کې د بهرنیو مسافرو تر ټولو مشهوره هوټل خپل هدف ګرځولی دی.

ریزادور هوتل ګروپ چې په دې اړه ویلي وو: «زموږ د وروستیو معلوماتو له مخې ۱۲۵ میلمانه او د هوټل ۱۳ کارکوونکي لا تراوسه هم د هوتل په تعمیر کې بند دي.» خو د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت اوس وايي چې ډیر شمیر کسان ژغورل شوي دي.

د مالي د اردو مشر مودیبو نام ترورې ویلي چې لس وسله والو چې الله اکبر نعرې یې وهلي پر دې هوټل برید کړی او په دې هوټل کې ۱۷۰ کسان یرغمل کړي دي.

یو امنیتي چارواکي رویترز خبري اژانس ته ویلي دي چې یو شمیر کسان چې یرغمل نیول شوي وه له هغې وروسته د ترهګرو له خوا خوشې شوي دي چې د قران شریف د ایاتو ویلو سره یې ځان مسلمان ثابت کړی دی.

د مالي ولسمشر ابراهیم باوباکر کایته چاد هیواد ته خپل سفر هم زنډولی دی.

عیني شاهدان وایي چې امبولانسونه د پیښې سیمه ته رسیدلي دي. ملګرو ملتونو هم ویلي دي چې سیمې ته پوځونه استوي.

د پنتاکون ویاند د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې امریکایي ځانګړي ځواکونه هم مالي ځواکونو ته د مشورې ورکولو لپاره د پیښې سیمې ته رسیدلي دي.

ډګرمن مایکل بالدنزا وایي: «په شمالي او غربي افریقا کې د ځانګړو عملیاتو امریکایي عساکر اوسمهال د یرغمل نیول شوي کسانو د خوشې کولو له پاره مرسته کوي. امریکايي ځواکونو د ملکي کسانو امن ځاې ته په انتقالولو کې مرسته کړی ده او اوسمهال د مالي پوځونو هوټل له ترهګرو څخه تصفیه کوي.»

د فرانسې ولسمشر فرانسیس هولاندي ویلي دي چې په یرغمل شوي کسانو کې فرانسوي اوسیدونکي هم شته او زیاته کړې یې ده چې هیواد يې د دې وضعیت د کابو کولو له پاره هر ډول مرستې ته چمتو دی.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې دوه آلمانيان چې یرغمل نیول شوي وه خوشي شوي دي.

ترکي چارواکو ویلي دي چې د دې هیواد پنځه اوسیدونکي بریالي شوي دي چې تر برید څخه وروسته له دې هوټل څخه وتښتي.

همداراز چینایي رسنیو او د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دې هیوادونو اوسیدونکي هم په دې هوټل کې په یرغمل نیول شوي وو چې د مالي د کورنیو چارو وزارت د ویناوو له مخې اوسمهال خوشي شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل