1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مالي کي د فرانسې د جنگي ماموريت ملاتړ ډېر سوی دئ

۱۳۹۱ دی ۲۶, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/17KDC

د فرانسوي منابعو په حواله، د ملگرو ملتو د امنيت شورا په مالي کښي د فرانسې د جنګي عملیاتو هرکلی کړی دی. د امنیت شورا تر فوق العاده غونډي وروسته په ملګروملتو کښي د فرانسې سفیر ژیرارد اراود په نیویارک کښي وویل چي د شورا ټولو غړو د فرانسې د دريځ ملاتړ کړی دی. د ملګروملتو عمومي منشي بان کي مون هم په مالي کښي د فرانسې د نظامي عملیاتو هرکلی کړی دی. فرانسې د جمعې په ورځ په دغه دلوېديځ افریقايي هيواد کښي نظامي مداخله وکړه او له هغه راهیسي پر یاغیانو باندي هوايي بمبارۍ کوي. ياغیان د مالي په شمال کښي اکثره سیمي په خپل کنترول کښي لري. د جرمني د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستروېله هم د فرانسې د بهرنيو چارو له وزير لورأ فابیوس ته په مالي کښي د نظامي عملیاتو د ملاتړ وعده ورکړې ده، خو هغه به یوازي په لوژیستیکي برخه کښي وي.