1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مالي کې د نښتو له امله ډيری انسانان وژل شوي دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۲, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/14nV1

د لویدیځې افریقا په مالي هیواد کې د پوځي کودتا تر کیدو کابو یوه میاشت وروسته د پوځي رژیم د سرتیرو او د پخواني ولسمشر د ساتونکې ډلې تر منځ په باماکو کې سختې نښتې شوې دي. په دغو نښتو کې د ډیرو انسانانو د وژل کیدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

د عیني شاهدانو په وینا نښتې هله رامنځ ته شوې چې سرتیرو د پخواني ولسمشر امادو توماني تورو، د لوی درستیز د نیولو هڅه وکړه.

پوځيانو د مارچ په میاشت کې د ټاکنو له لارې ټاکل شوی ولسمشر استعفا ته اړ کړ او د حکومت چارې ئې په خپل لاس کې واخیستې. د فرانسې د یوې خبري شبکې د معلوماتو په حواله اوس په دغه هیواد کې وضعیت ډیر خراب دئ او سړی نه شي ویلی چې د ښار کنترول د چا په لاس کې دئ.

پوځیانو که څه هم په رسمي توګه واک ملکي حکومت ته سپارلی دئ خو مهم تأسیسات اوس هم د هغوی په لاس کې دي.