1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مالیزیا کې نور ډله ییز قبرونه موندل شوي

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ خرداد ۴, دوشنبه

د مالیزیا او تایلنډ ترمنځ په سرحدي سیمه کې تل د کډوالو قبرونه موندل کیږي. ځیني دغه قبرونه ښايي څو کاله مخکې کیندل شوي وي. ویل شوي چې زیاتره مړي ښایي روهینگا مسلمانان وي.

https://p.dw.com/p/1FW6g
انځور: picture-alliance/dpa

دا چې په سویلي آسیا کې د مرستې په لټه کې له کډوالو سره څه ډول ظالمانه چلن شوی، ورځ تر بلې څرگندیږي.داسی ښکاري چې بې رحمه او بی پروا انساني قاچاقچیانود مالیزیا او تایلنډ تر منځ په سرحدي سیمه کې احتمالا په سلونو کډوال پریښی چې ووژل شي او یا هم مړه شي.

د مالیزیا د پولیسو د معلوماتو له مخې په دې ترڅ کې د شکمنو کډوالو ۱۳۹ قبرونه تایلنډ ته څیرمه موندل شوي دي. د مالیزیا د پولیسو مشر خالد ابوبکر په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې ډیری موندل شوي ځایونه ډله ییز قبرونه دي. هغه زیاته کړې ده چې سربیره پر دې د ده همکارانو ۲۸ داسې کمپونه موندلي دي چې ښایي د انسانانو د قاچاق کوونکو له لوري جوړ شوي وي.

زیاته شوې ده چې دغه ځایونه د قبرونو په څیر په هغه سیمه کې پراته دي، چې د دغې لاري د قاچاقبرانو بانډونو له میانمار او بنگله دیش څخه کډوال په پټه سویلي آسیا ته راوستل. د پولیسو د معلوماتو له مخې یو د دغو قبرونو څخه یوازې سل متره لیرې د هغه یوه ډله ییز قبر څخه چې څه موده مخکې د تایلنډ په خوا کې موندل شوی وو، پروت دی. ځیني قبرونه او کمپونه آن تر پنځو کلونو هم زاړه دي.

د مالیزیا لومړي وزیر چې دا مهال جاپان ته په سفر تللی، د ټویټر د ټولنیزې شبکې په لنډ پیغام کې لیکلي دي: «موږ به مسوولین پیدا کړو.» د رسنیو د رپوټونو له مخې د یکشنبې تر ورځې پورې ۱۰۰ پټ قبرونه موندل شوي دي. دا پوښتنه لا بې ځوابه پاتې ده چې نور به څومره قبرونه لا پټ پاتې وي.

د مالیزیا د پولیسو مشر خالد ابوبکر
د مالیزیا د پولیسو مشر خالد ابوبکرانځور: picture-alliance/dpa/F. Ismail

د مالیزیا د کورنیو چارو د وزیر زاهد حمیدي، له قوله لیکل شوي دي: «په هر قبر کې دوه، درې جسدونه پراته دي. خو موږ نه پوهیږو چې څومره قبرونه شته. ښایي موږ نور جسدونه هم پیدا کړو.»

د روان میلادي کال د اپریل میاشتې په پای کې په تایلنډ کې یو شمیر پټ قبرونه موندل شوي وو. ژوندي پاتې شوو کسانو ویلي وو چې قاچاقبرانو کډوال د یرغملو په توگه نیولي وو او د هغوی له کورنیو څخه به یې د پیسو غوښتنه کوله.

د لومړنیو معلوماتو له مخې داسې اټکل کیږي چې ښایي دغه قبرونه د میانمار او بنگله دیش روهینگا مسلمان لږکي وي. له میانمار څخه روهنیگا لږکي د تعقیب له کبله په تیښته دي او د بنگله دیش روهینگا بیا د یوه کار موندنې په لټه کې د مالیزیا او اندونیزیا پر لور مخه کوي. قاچاقبران د روهینگا لږکیو له دغو ستونزو څخه گټه پورته کوي او د قاچاقي لارې هغوی ته مالیزیا ته د تگ وړاندیز کوي.

په سویلي آسیا کې د کډوالو کړکیچ په وروستیو اوونیو کې د نړیوالو د پام وړ موضوع گرځیدلې ده. په زرونو کډوال په کښتیو کې په سمندر کې خپل سفر جاري ساتلو ته اړ ایستل شوي وو، ځکه چې دغو هیوادونو هغوی ته د ورتگ اجازه نه ورکوله.

د بشري حقونو د سازمانونو د اټکلونو له مخې لا هم په زرونو کډوال د مالیزیا او اندونیزیا سواحلو ته څیرمه د کب نیونکو په کوچینو کښتیو کې دي. اټکل کیږي چې له ۶۰۰۰ څخه تر ۸۰۰۰ کډوال په سمندر کې په کښتیو کې د تایلنډ، مالیزیا او اندونیزیا په لور د حرکت په حال کې دي.

تیره اوونۍ د نړیوالو اسلامي سازمانونو تر سخت انتقاد وروسته اندونیزیا او مالیزیا لږ تر لږه په مؤقتي توگه په کښتیو کې د کډوالو منلو ته د چمتووالي زیگنال ورکړی وو.