1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په متحده ایالاتو کې د ځوانو کډوالو له پاره نوي سهولتونه اعلان شول

۱۳۹۱ خرداد ۲۷, شنبه
https://p.dw.com/p/15GKp

په متحده ایالاتو کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې د دغه هیواد ولسمشر بارک اوباما د مهاجرینو د سیاست په برخه کې د یوه نوي سهولت اعلان کړی دئ. د دغه نوي اعلان پر اساس هغه غیر قانوني کډوال چې د خپل ماشومتوب او یا د ځوانې په وخت کې امریکا ته راغلي دي، تر دې وروسته د متحده ایالاتو څخه نه ایستل کیږي.

اوباما په سپینه ماڼۍ کې په خپلو خبرو کې ویلي دي چې دا به یوه بې معنې خبره وي چې با استعداده ځوانان له امریکا څخه وایستل شي. دغه نوي اقدامات په خپل بر کې شاوخوا ۸۰۰ زره نفر رانیسي او د دوو کلونو له پاره محدود کړای شوی دئ. له دغه اقداماتو څخه یوازی هغه کسان گټه اخیستلای شي چې په کوم جرم کې ککړ نه وي. څیړونکي په دې آند دي چې دغه گام تر ټولو زیات په متحده ایالاتو کې د لاتیني امریکا اوسیدونکو ته متوجه دئ.