1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مديترانه کي د روسيې او چين گډ پوځي مانورونه

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۲, سه‌شنبه

د چين او روسيې جنگي کښتيو په اول وار په مديترانه کي خپل گډ پوځي مانورونه پيل کړل. دغه پوځي عمليات به لس ورځي دوام وکړي او دا امريکا ته يو خبرداری ښوول کيږي.

https://p.dw.com/p/1FOSW
انځور: picture-alliance/AP Images/Color China Photo/Z. Lei

د آلمان «شپېگل انلاين» چي د دوشنبې په ورځ د چين او روسيې د جنگي کښتيو د گډو پوځي مانورونو په هکله راپور کي ليکلي دي، روسان پر دې باندي ټينگار کوي چي «دغه مانورونه ئې د هيڅ هيواد پر ضد نه دي». خو د راپور د ليکونکو په اند هغه څه چي اوس د مديترانې په اوبو کي پېښېږي کيدای سي امريکا ته د روسيې او چين قدرت ښوول وي.

د دوشنبې له ورځي راهيسي په مديترانه کي د روسيې او چين ۱۰ جنگي کښتيو د لسو ورځو له پاره خپل گډ پوځي مانورونه پيل کړل. د چين د دفاع وزارت اعلان کړی دئ، چي په دغو مانورونو کي به فيرونه هم وي.

«شپېگل انلان» ليکي چي چين او روسيه گډ رقيب لري او غواړي چي خپله «ستراتېژيک ملگرتيا» پياوړې کړې. دوی تلاښ کوي چي د امريکا فشارونه لږ کړي.

امريکا تر اوسه پوري په مديترانه کي د قدرت په برخه کي ساری نه لاره. په نياپل کي د امریکا نزدې ۴۰ کښتۍ او ۱۷۵ الوتکي ځای پر ځای دي.

که څه هم روسيه او چين نسي کولای چي د قدرت په دغه برخه کي ژر بدلون راولي، خو د دوی گډ پوځي مانورونه امريکا ته د دې سيگنال ورکوي چي کېدای سي په راتلونکې کي په مديترانه کي پياوړی رقيب ولري. په پلان کي ده چي روسيه او چين به په راتلونکې کي په آرم سمندر کي هم گډ پوځي مانورونه پيل کړي.

مديترانې درياب ته د توتين پاملرنه

«شپېگل انلاين» ليکي چي د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين د خپل هغه هدف له پاره چي روسيه يو نړيوال قدرت وگرځوي، غواړي چي په مديترانه کي خپل قدرت وښيي. پوتين اعلان کړی دئ چي د روسيې جنگي کښتۍ بايد دوامداره په دغه درياب کي حضور ولري. دغه لار د اروپا په جنوب او منځني ختيځ کي د نفوذ لرلو له پاره ډېره ارزانه ده.

له ډېر وخت راهيسي روسيه له قبرس سره په خبرو کي ده، څو وکولای سي له بندرونو او پوځي اډو څخه ئې کار واخيستلای سي. روسيه دغه راز د مصر امکان هم سنجوي. روسيه بشار لااسد ته وسلې ورکوي او په بدل کي ئې د طرطوس له بندره کار اخلي.

چين هم د نړۍ په دريابونو کي د حضور لرلو په تلاښ کي دئ. د چين د سمندري ځواکونو د دولسمي ليوا کښتۍ په عدن خليج کي له سمندري غلو څخه د سوداگرۍ کښتي ساتي. په ۲۰۱۱م کال کي د چين سمندري ځواک په ليبيا کي ۲۵۰چينايان وژغورل. دغه راز چين په خپلو کښتيو سره له يمن څخه د خپل سفارت کارکوونکي هم وايستل.

روسيه او چين په تسليحاتي برخه کي سره نژدې سوي دي. چين لومړی هيواد وو چي د روسيې «اس ۴۰۰» ډوله مدرن دافع هوا سيستم ئې رانيوئ. د روسيې د لومړي وزير مرستيال ديميتري روگوزين ويلي دي چي «چين اوس نه يوازي يو گاونډی، بلکي يو متحد هيواد دئ.»