1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مديترانه کي د مهاجرو د ژغورلو له پاره ډيري مرستي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۴, جمعه

د اروپايي ټولني مشرانو په مديترانه کي د مهاجرو ناورين د ژغورلو له پاره پر لا زياتو مرستو سره سلا سول. تيره اونۍ په مديترانه کي د يوې کښتۍ په ډوبېدو سره تر ۹۰۰ زيات انسانان ووژل سول.

https://p.dw.com/p/1FE7C
انځور: picture-alliance/dpa

په مديترانه کي د مهاجرو د ډوبېدو تر ناورين يوازي څلور ورځي وروسته د اروپايي ټولني مشران په بروکسل پر دې باندي سر سلا سول چي د مديترانې اوبو ته د مهاجرو د ژغورلو له پاره ډېري کښتۍ او څرخۍ الوتکي ولېږي.

دغه پريکړه له هغه وروسته کيږي چي له ۲۰۱۵م کال له لومړيو راهيسي په مديترانه کي په زرونو انسانان اروپا ته د رسېدو په ارمان په اوبو کي ډوب سوي دي.

د مديترانې په وروستۍ پيښه کي چي د اپريل مياشتي پر ۱۹ نېټه رامنځ ته سوه د ليبيا ساحل ته نزدې د يوې کښتۍ په ډوبېدو کي په سوونو انسانان ووژل سول. په دغه پيښه کي ژغورونکي ډلي يوازي په دې وتوانېدل چي ۲۸ انسانان وژغوري او ۲۴ جسدونه پيدا کړي.

په بروکسل کي د پنجشنبې په ورځ غونډه کي آلمان او فرانسې ژمنه وکړه چي دوې کښتۍ به د مديترانې اوبو ته ولېږي. بريتانيا هم وويل چي درې کښتۍ به واستوي. نورو هيوادونو هم مديترانې ته د څرخۍ الوتکو د لېږلو وعدې وکړې.

د اروپايي ټولني د غړو هيوادونو مشران دغه راز پر دې باندي سره سلا سول چي د مديترانې په اوبو کي د گښت اوسنۍ بوديجه درې برابره زياته کړه. يعني د مياشتي ۹ ميليونه ډېره سي.

پر کښتيو باندي پوځي يرغل

د بريتانيا لومړي وزير ديويد کامرون چي په خپل هيواد کي د انتخاباتو په درلش کي د مهاجر منلو ضد سياست سره مخامخ دئ، په دغه غونډه کي وويل چي هغه انسانان چي په مديترانه کي ژغول کيږي په بريتانيا کي به هغوی ته پناه ورنه کړل سي او ايټالوي چارواکو ته به وسپارل سي.

خو د آلمان صدراعظمي انگلا ميرکل چي هيواد ئې په اروپا کي د مهاجرو په منلو کي دريم ځای لري وويل چي د کډوالو په منلو کي ونډي بايد وويشل سي.

د اروپايي ټولني د ۲۸ هيوادونو د مشرانو په غونډه کي پر انساني قاچاقبرانو باندي د پوځي يرغل په اړه هم بحث وسو. په دغه غونډي کي له ۱۷ وړانديزونو څخه مشران پر دې باندي سره سلا سول چي د انساني قاچاقبرانو پر کښتيو باندي مخکي له دي چي مسافرو ته تياري سي يرغل وسي او ويجاړي سي.

خو دا چي دغه کار به څه ډول کيږي تر اوسه پوري معلومه نه ده. د غونډي څو تنو گډونوالو وويل چي د کښتيو د تخريبولو موضوع په ليبيا کي د يوه منظم حکومت په نه شتون کي د ملگرو ملتونو پريکړي ته اړتيا لري.

نيوکي

که څه هم د اروپايي ټولني د غړو هيوادونو د مشرانو د پرون ورځي غونډه په خپل ډول کي لومړۍ ده، خو نيوکي هم ورباندي سوي دي.

د بشري حقونو ځينو سازمانونو دې ته په اشارې سره چي د دغو مشرانو پريکړه د پناه غوښتونکو د ژغورلو پر ځای د اروپا د سرحدونو خونديتوب ته متوجه ده.

ځينو ويلي دي چي د کډوالو پرمخ د اوبو لاري تړل يا سختول کيداسي تر دې نورو خطرناکو لارو ته زمينه برابره کړي.