1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مدیترانه سمندرګي کې ۴۸۰ مهاجر ژغورل شوي

۱۳۹۸ بهمن ۷, دوشنبه

یوازې د څو ورځو په موده کې په مدیترانه سمندرګي کې «اوشین ویکنګ» کښتۍ د ژغورنې پنځه ماموریته ترسره کړي، او اوس په دغه کښتۍ کې تر ۴۰۰ زیات مهاجر سپاره دي او تر خپل ټاکلي حد ډیره ډکه ده.

https://p.dw.com/p/3WsAT
Europa Migration l Ocean Viking - Rettungsschiff in Lampedusa, Italien
انځور: AFP/A. Serrano

بې سرحده ډاکټرانو د ټویټر په یوه پیغام کې ویلي دي چې د «اوشین ویکینګ» کښتۍ کې اوسمهال ۴۰۷ مهاجر سپاره دي. زیاته شوې ده چې ۱۰۲ مهاجر د یکشنبې په ماښام د لېبیا ساحل څخه کابو ۱۳۰ کيلومتره وړاندې له یوې کښتۍ څخه اخیستل شوې او نور ۸۲ تنه د مالتا هیواد د ژغورنې اړونده ساحه کې ژغورل شوي. په دې ترتیب د کښتۍ عملې په ۷۲ ساعتونو کې د ژغورنې پنځه عملیات ترسره کړي دي. د کښتۍ د عملې د معلوماتو له مخې په ژغورل شوو کسانو کې اووه مېندواره میرمنې، تر پنځه کلنۍ کم عمره پنځه ماشومان او همداشان ۱۰۰ تنه بې سرپرسته کمه سنه تنکي ځوانان شته.

د یکشنبې په ورځ د بې سرحده ډاکټرانو یوې ویاندې ویلي وو چې په کښتۍ کې د کسانو د ځایدو ظرفیت ډیر کم دی. هغه مهال په کښتۍ کې ۲۲۳ مسافر سپاره ول. د ناورې بیرغ لرونکي دغه کښتۍ تر ۲۰۰ کسانو د ځایدو له پاره مجهزه ده.

په مدیترانه کې نورې کښتۍ هم د حرکت په حال کې دي

د دغه کښتۍ سربیره د «سي آی» مرستندویه سازمان د وینا له مخې د «آلان کردي» کښتۍ عمله له ۲۰ هیوادونو څخه د تيښتدلو ۷۸ کسانو پالنه کوي چې پکې اته ښځې اوه او ماشومان شامل دي. زیاته شوې ده چې په دغو کسانو کې درې تنه سخت جل وهلي دي.

دواړه کښتۍ د بندرونو تعیندو ته انتظار باسي، څو ژغورل شوي کسان وچې ته ورسوي. د سي آی، سازمان په وینا د مالتا هیواد چارواکو د آلان کردي کښتۍ د لنګر اچولو غوښتنه رد کړې ده. د سي آی، سازمان مشر ګوردن ایزلر، ویلي دي چې په دواړو کښتیو کې ۴۸۴ انسانانو ته په کتو سره اروپایي اتحادیه باید لاس په کار شي، څو انسانان خوندي ځای ته انتقال شي. ایزلر د خپل ټویټر په پیغام کې وړاندې لیکلي دي چې ژغورنکي کښتۍ نه باید د غیر ضروري اوږده وخت له پاره ایسارې کړی شي.

sr/bs (kna, epd)