1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې سرحده داکترانو په مدیترانه کې ماموریت پيل کړ

آژانسونه۱۳۹۵ اردیبهشت ۷, سه‌شنبه

بې سرحده داکترانو مرستندوی سازمان له څلورو مياشتو دمي وروسته په مدیترانې سمندر کې خپل ژغورونکې ماموریت پيل کړ. دغې ډلې د خپل ماموریت په پيل کې د تر ۳۰۰ ډیرو انسانانو ژوند ژغورلی.

https://p.dw.com/p/1IcYf
انځور: MSF/Juan Carlos Tomasi

د «دیگنیټي ۱» په نوم د بې سرحده ډاکټرانو یوې کښتۍ د خپل ماموریت په پیل کې د یکشنبې په ورځ په مديترانه سمندرگي کي ۳۰۸ تنه انسانان له ډبیدو څخه ژغورلي دي. دغې کښتۍ چې۵۰ متره اوږدوالې لري د جمعې په ورځ د خپل ژمنیو رخصتیو وروسته د مالتا ټاپو په ولیتا ساحل کې خپل ماموریت یووار بیا پيل کړی دی.

په روانه اونۍ کې به د دغه سازمان دوهمه کښتۍ هم په مدیترانه کې خپل ژغورونکې ماموریت پيل کړی. د بې سرحده ډاکټرانو په خبره د «دیگنیټي ۱» په نوم کښتۍ د ۴۰۰ انسانانو له پاره ځای لري. د دغې کښتۍ په مدیره هيئت کې ۱۶ تنه داکتران او نور پرسونل شامل دي.

نوموړې کښتۍ دنده لري چې د لیبیا شمال لور ته په مدیترانه کې له خطر سره مخامخ د مهاجرو په لیږدونکي کښتۍ کې سپاره انسانان وژغوري. په ۲۰۱۵م کال کې د بې سرحده داکترانو کښتیو د مدیترانې په مرکزې برخه کې تر ۲۳۰۰۰ ډیر انسانان وژغورل.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د خپل ماموریت د پیلیدو له اعلان سره سم وویل چې د یکشنبې په ورځ یې تر۳۰۰ ډیر انسانان په مدیترانه کې له ډوبیدو څخه ژغورلي دي. د دغه سازمان يوه غړې یوآنه لیو، وایې :«کله چې موږ په ۲۰۱۵ کال کې خپل ماموریت پیل کړ، په هغه وخت کې مدیترانه ډله اېزه هدیره بلل شوې وه.»

نوموړی سازمان تیر کال په آژه او مدیترانه سمندرونو کې له ډیرو کیشیو سره ماموریت ترسره کاوه. لیو زیاتوي: «له هغه وخت راهیسې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی.» د هغې په خبره د کډوالۍ کړکیچ د حل له پاره د یوې نړیوالې حل لارې پیداکولو تشه موجوده ده.

تمه کیږي چې په آژه سمندر کې د انساني قاچاقبرانو پر ضد د ناټو ماموریت په راتلونکو دریو میاشتو کې مدیترانې ته هم وغزول شي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو زویر د دوشنبې په ورځ د "La Stampa" ورځپاڼې ته ویلي دي چې تمه لري د جولای میاشتې په اویلو کې د ناټو به سرمشریزه کې دغه ماموریت(په مدیترانه کې د انساني قاچاقبرانو پر ضد د ناټو ماموریت) تصویب شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب