1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

په مدیترانه کې ۱۴۰۰مهاجر ژغورل شوي

۱۳۹۶ دی ۲۷, چهارشنبه

په لیبیا کې له ګډوډۍ څخه انساني قاچاق وړونکي ګټه اخلي. په دغه هیواد کې په زرونو مهاجرو اروپا ته د تګ هیله لري چې دغه سفر په یوه خطرناکه او نامطمینه لار ترسره کوي. یوازي په یوه ورځ کې۱۴۰۰مهاجر په اوبو کې ژغورل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2qxvD
Libysche Küste, Rettungsboot mit Flüchtlingen
انځور: Getty Images/A.Paduano

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې یوازي د یوې ورځې په اوږدو کې په مدیترانې سمندرګي کې شا او خوا ۱۴۰۰ تنه ژغورل شوي دي، چي په روان میلادي کال کې ساری نه لري. د ایټالیا د ساحلي څارونکو په وینا مرستندويانو دوه مړي هم موندلي دي. زیاته شوې ده چې په ټوله کې د ژغورنې یوولس عملیات تر سره شوي دي چې پکښې ایټالوي پولیسو او ساحلي څارونکو، د اروپایي اتحادیې د صوفیا ماموریت او د پرواکتفیا، په نوم مرستندویه سازمان ونډه درلود.

د اسپانيا غیر دولتي سازمان ویلي دي چې دوی د هغي کښتۍ مرستې ته رسیدلي دي چې پکښې شا او خوا ۴۰۰ کسان سپاره وو او له یوه خطرناک حالت سره مخامخ ول. ویل شوي دي چې په ژغورل شوو کسانو کې ۱۷۵ ښځې او ۷۵ ماشومان هم ول. د دوو مړو شوو کسانو یو ماشوم دی.

څو ساعته مرګونی حالت

د پرواکتیفا، په خبره دغه انسانان د څو ساعتونو له پاره په ناوړه شرایطو کې له یوه سخت حالت سره مخامخ وو چې خپل مرګ یي پخپلو سترگو ليدلی دی. دغه سازمان د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي: «کښتې هره شیبه ډوبیدای شوای» او وضعیت د زغملو نه وو. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې روان کال اروپا ته د مدیترانې سمندرګي له لارې د رسیدو په هڅه کې تر اوسه ۱۷۰ انسانان مړه شوي دي.

په ۲۰۱۷م کال کې ژغورل شوي کابو ۱۲۰ زره مهاجر ایټاليا ته رسیدلي دي. د هغو کسانو په شمېر کې چې زیاتره مهال اروپا ته له تر حده زیاتو ډکو کښتیو کې سفر کوي، کمښت راغلی دی. ویل شوي چې دغه کمښت پر نورو سربیره د ایټالیا او لیبیا د ساحلي څارونکو د همکاريو پايله ده. خو مرستندویه سازمانونه دغې همکارۍ ته په انتقادي سترګه ګوري، ځکه په خبره یې زیاتره مهال نیول شوي کسان په لیبیا کې کمپونو ته لیږدول کیږي چې بیا له جنسي تیري او ربړونو سره مخامخ کیږي.

(sr/nz (dpa, afp, kna

زموږ له آرشیف څخه: