1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مرسېل کې د چاقو بريد پايله کې دوه تنه ووژل شول

۱۳۹۶ مهر ۹, یکشنبه

د فرانسې د مرسېل ښار په عمومي تمځای کې یوه سړي په دوو لارويانو باندې د چاقو بريد کړی. پوليسو بريدګر په ډزو وژلی او اړونده سيمه يې تړلې ده.

https://p.dw.com/p/2l3mc
Frankreich Marseille Messerattacke Bahnhof Saint-Charles
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Paris

د پوليسو په حواله ښايي دغه بريد تروريستي انګيزه ولري. ويل کيږي چې بريدکوونکي د «الله اکبر» ناره کوله. د سېنتينل په نوم د ترهګرۍ ضد عسکرو پر بريدکوونکي ډزې وکړې او هغه يې وواژه. امنيتي کړيو ويلي چې بريدګر «خنثی» کړل شوی دی. د ترهګرو پېښو ارزونکې د پاريس لويې څارنوالۍ د دغې پېښې په اړه لا پلټنې نه دي پيل کړي. د ماسپښين په موده کې له عدلي چارواکو څخه داسې اورېدل کېدل چې د پېښې ارزونه لا جريان لري. د فرانسې د کورنيو چارو وزير، ژېرارد کولومب، د تويتر د لارې اعلان کړی دی چې د فرانسې په سويل کې پروت د مرسېل ښار ته به ډېر ژر ورشي. له دې وروسته د فرانسې ولسمشر، امانويل مکرون، هم وويل چې هغه د چاقو په واسطه د «بربري» بريد له کبله چې په پايله کې يې دوو ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی «خورا راپارېدلی او په غوسه» دی.  

Frankreich Marseille Bahnhof Saint Charles
خلکو ته ويل شوي چې تمځای دې خالي کړي.انځور: Imago/Loop Images/Iksung Nah