1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مرکزي آسيا کي د افغاني تندلارو د نفوذ ګواښ

۱۳۸۸ تیر ۴, پنجشنبه

د ناټو عمومي منشي ډې هوپ سخيفرد افغانستان څخه دباندي د افغاني ياغيانو د تأثيراتو څخه خبرداری ورکړی دی...

https://p.dw.com/p/Ib5A
د ناټو عمومي منشي دې هوپ سخيفر په کابل کي د ناټو ځواکونو سره د خبرو پر مهال
د ناټو عمومي منشي دې هوپ سخيفر په کابل کي د ناټو ځواکونو سره د خبرو پر مهالانځور: AP

ډې هوپ سخيفر پرون د AFP خبري اژانس ته وويل ،چه که هغوی په مرکزي آسيا کښي نوي هدفونه تر نظر لاندي ونيسي ،نو ناټو د هغه په مقابل کي څه نسي کولای.

دناټو عمومي منشي ډې هوپ سخيفر وويل چه پداسي حال کښي چه ناټو په افغانستان کښي په زياتيدونکي ډول سره په ډيرو ځايو کښي نظامي عمليات پيل کړي دي ،کيدلی سي هغوی بيا په نورو هيوادو کښي عمليات تر سره کي .

د ناټو ايسته کيدونکي عمومي منشي ډې هوپ سخيفر په اوس وخت کښي د قزاقستان په پايتخت استانه کښي د يوه امنيتي کنفرانس په خاطر اقامت لري .

کارپوهان د ډيره وخته په دې عقيده دي چه د افغانستان او پاکستان څخه اسلامي تشدد کيدلای سي ، د پخواني شوروي اتحاد د مرکزي آسيا هيوادو ته انتقال او هلته د بې ثباتۍ سبب وګرزي . د ناټو دعمومي منشي ډې هوپ سخيفر په نظر دا لا تر اوسه پوري معلومه نده چه په مرکزي آسيا کښي د بريدونو سلسله په افغانستان او پاکستان کښي د اسلامي تندلارو پر ضد د عملياتو سره اړه لري او که څنګه .

د قرغستان د مقاماتو د معلوماتو پر اساس د ترهګرۍ ضد عملياتو په ترځ کښي په سه شنبه د يوې اسلامي ډلي ۵ تنه غړي ،چه ويل کيږي د القاعده د شبکې سره ارتباط لري ،وژل سوي دي . په هغه کي دقرغستان د ځانګړو قواوو يو افسر هم وژل سوی دی .

پدې منځ کښي افغاني عسکرو او د ناټو په رهبرۍ د آيساف قواوي د افغانستان په جنوب کښي خپلو نظامي عملياتو ته دوام ورکوي . ويل کيږي په هلمند او روزګان کښي د تر ټولو لويو عملياتو په ترڅ کښي ډير ياغيان وژل سوي دي . هلته عسکرو د ناټو د جنګي الوتکي په مرسته خپلو عملياتو ته دوام ورکوي .

د افغانستان په جنوب کښي دغه عمليات د هغو نظامي عملياتويو جز دی ، چه په افغانستان کښي د جمهوري رياست د انتخاباتو تر مخه د طالبانو پر ضد تر سره کيږي .

AFPD/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل