1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مرکزي افريقا جمهوريت کي تاوتريخوالی

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۳۰, دوشنبه

د سره صلیب نړيوال سازمان ویلي دي چې په مرکزي افریقا کې د نوو تاوتریخوالي له کبله په لسونو نور کسان هم وژل شوي دي. دا په داسي حال کې ده چې د دغه هیواد حکومت غواړي اوس نوی موقتي ولسمشر وټاکي.

https://p.dw.com/p/1AtjD
انځور: E.Feferberg/AFP/GettyImages

د سره صليب نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۱۹) وویل چې یوازي په تیرو دوو ورځو کې یې په مرکزي افریقا کې د تاوتریخوالي له کبله ۵۰ تنه وژل شوي کسان ښخ کړي دي. دې سازمان په یوه بیانیه کې ویلي دي: «په تیرو ۴۸ ساعتونو کې سره صليب او د هغه سیمه ییزي ادارې نزدې۵۰ مړي ښخ کړي دي.»

د جمعې او شنبې په ورځو هم په ټول هیواد کې تاوتریخوالي موجود وو. د ماشومانو د ملاتړ ( Save The Children ) سازمان هم ویلي دي چې پر یوه موټر باندي د لاسي بم په برید کي ۲۳ کسان وژل سوي دي. د دې سازمان په حواله په دې موټر کې هغه مسلمانان سپاره ول چې غوښتل یې له تاوتریخوالي ځپلي سیمي څخه وتښتي.

دا په داسي حال کې ده چې اوس د مرکزي افریقا پارلمان غواړي د یوه نوي موقت ولسمشر له پاره رايي ورکړي. ویل کیږي چې د موقت ولسمشر په توګه اته کسانو خپل ځانونه نومولي دي. په نومول شوو کسانو کې د مرکزي افریقا د پلازمېني والي کاترین سمبا پنزا او د پخواني ولسمشر دوه زامن هم شامل دي.

په دې ترتیب سره به نو د ټاکنو ګټونکي د پخواني ولسمشر مایکل جوتودیا ځای ونیسي چې تیره میاشت یې د سخت نړیوال فسار له کبله له خپلي دندې څخه استعفأ وکړه.

اروپا له فرانسې سره د مرسته کولو په اړه فکر کوي

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۰) سره راټوليزي او په دې اړه پریکړه کوي چې ایا غواړي مرکزي افریقا ته عسکر واستوي او که نه. همدا اوس په دې هیواد کې فرانسوي ځواکونه میشته دي او د مرکزي افرایقا له امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي چې په دې هیواد کې ثبات رامنځ ته شي.

تر دې مخکې د تیر کال په دسمبر میاشت کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، پر خپلو اروپايي ملګرو هیوادونو باندي غږ کړی وو چې د مرکزي افریقا په موضوع کې د دې هیواد تر څنګ ودریږي خو تر اوسه پوري یوازي ایستونیا ویلي دي چې غواړي مرکزي افریقا ته سرتیري واستوي. انګلستان او آلمان ویلي دي چې د مرکزي افریقا په موضوع کې به له فرانسې سره لوژیستیکي مرسته وکړي.

پولند، چک جمهوریت، بلجیم او هسپانیه ښايي په نزدې وخت کې د مرکزي افریقا جمهوریت ته سرتیري واستوي. دا په داسې حال کې ده چې د اروپا د بهرنیو چارو د وزیرانو تر غونډي مخکي د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین ماير ویلي دي چې اروپا باید په مرکزي افریقا کې فرانسه یوازي پرې نه ږدي. اوس مهال په مرکزي افریقا کې ۱۶۰۰ فرانسوي او ۴۰۰۰ افریقايي سرتیري میشته ديٍ.