1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مزارشریف ښار کي 15 واټونه ډمبریږي

۱۳۹۰ خرداد ۱۱, چهارشنبه

مزار ښاروالي 200 میلیونه افغانۍ د واټونو د ډمبرولو په موخه بیل کړي دي. چارواکي وايي چی د روان کال تر پايه پوري به په دغه ښار کي 15 واټونه ډمبر سي.

https://p.dw.com/p/11S5B
مزارشریف کی د واتونو بیا رغونه
مزارشریف کی د واتونو بیا رغونهانځور: DW

د مزار شريف ښاروالي په پام کي لري چي په ښار کي دننه 15 واټونه په پاخه او اساسی ډول جوړ کړي.

د مزار د ښاروالۍ چارواکی وايی چی د دی واټونو په پخولو به 200 ميليونه افغانۍ لګښت راشی چی د مزارشريف د ښاروالۍ له خوا ورکول کيږی.

د مزار شریف ښاروال، محمد يونس مقیم، وایی چی د دغی پروژی بودجه منظور شوی. د ده په وینا به دغه پروژه د روان کال تر پای پوری بشپړ شی:

« په روان کال کی مونږ کابو ۲۰۰ مليونه افغانی د ښار د واټونو د ډمبرولو د پروژی لپاره د ښاروالۍ له بودجی کی بيلی کړی دی. د دغی پروژی په ترڅ کی به 15 واټونه دمبر شی.»

که څه هم د مزارشریف ښاریان په دغه ښار کی د په لاره اچول شویو بیارغونو پروژو څخه راضی دي خو دوی وایی چی دولت باید د واټونو د بیارغونی کیفیت ته پام وکړی.

د مزارشریف یو اوسیدونکی، اختر محمد، وایی چی په ښار کی یی ډیری د بيارغونی پروژی په لاره اچول شوی.

« په مزارشریف کی د بیارغونۍ کارونه ښه دی. ښار ډیر ښایسته شوی دی خو هغه واټونه چی په تیرو کلونو کی ډمبر شوی ول د لږ وقت په تیریدو سره یی په هر ځای کی موج یا پړسوب پیدا کړی او یا یی هم ډمبر چاودیدلی دی.»

د مزارشریف یو بل اوسیدونکی، میرعبدالحلیم، وایی چی د بی کیفیت واټونو د جوړولو څخه نه جوړول یی ښه دی.

«له دا ډول جوړيدنی، نه جوړيدنه ښه ده. پيسی مصرفیږی مګر بی ځایه. زما هیله دا ده چی د واټونو د ډمبرولو پرمحال کیفیت یی هم په پام کی ونیول شی.»

دا په داسی حال کی ده چی د مزار ښاروال، محمد یونس مقیم، وایی هغه واټونه چی په ښار کی دننه د ښاروالی له خوا جوړ شوی، کیفیت یی لوړ دی.

دی زیاتوی چی مزار شاروالی به تردی وروسته هم د واټ د جوړیدو د کیفیت څارنه کوی.

په مزارشریف کی د واټونو د ډمبریدو په برخه کی د ښاروالۍ له خوا دغه اقدام په داسی حال کی تر سره کيږی چی د ښار په زړه کی د زړو ساختمانونو د نړيدو کارونه پيل شوی.

ټاکل شوی چی د نوی ساختمانونو په جوړونه کی به د موټرو تم ځای هم په پام کی ونيول شی

عبدالحمید صافی/ مزارشریف
کتونکی: مسعود جهش