1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مزار شریف کي ښځو د لاسي صنایع نندار تون

۱۳۹۴ بهمن ۷, چهارشنبه

د مزارشریف ښار په یوه څنډه کي د۴۰۰ ښځو۳۰ ډوله لاسي صنایع ننداری ته وړاندي شول. دوی لاسي صنایع په خپلو کورونو کي تولید وي. په دغو تولیداتو کي د افغانستان د بیلا بیلو قومونو د فرهنګ ښکارندويي هم شوې.

https://p.dw.com/p/1Hkng
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images

دغه نندارتون د مزارشريف ښار د بابه یاد ګار کمربند ته څیرمه د نوآباد ترکمنیه په نوم سيمه کي جوړ شوی چې اوسېدونکي يې تر ډیره نستمن دی.

خو تر ټولو مهمه خبره داده چي د دغي سیمي ښځي یوه ټولنه لري. دغه ډولنه د ښځو د لاسي صنایعو د ودي له پاره کار کوي او موخه يې دا ده چي ښځي پر ځان بسیا ته لاس رسی ومومي.

میرمن فرزانې رحیمي، چي د یوې بهرنۍ موسسې په مرسته يې دغه نندارتون پرانستی دی، په دې اړه رسنیو ته وويل: «موږ دلته څه د پآسه ۳۰ ډوله لاسي صنایع نندارې ته وړاندي کړي، چي البته د همدغي سیمی د۴۰۰ ښځو تولیدات دي. په دې ګام سره موږ وغوښتل چي د هیواد اصلی فرهنګ نندارې ته وړاندي کړو او د خپلو خویندو لاسي صنایع ته ترویج ورکړو.»

په دغه نندارتون کي د ښځو په لاس جوړشوي ډول ډول تولیدات لکه، وړيني غالۍ، له غالیو جوړ شوي دستکولونه، تابلو ګاني، منظرې په لاس ډیزاين شوي افغاني جامې او همدا شان له مریو جوړشوي د کور وسایل پکښي شامل نندارې ته ایښودل شوي دي.

۱۸ کلنه ژاله چی خپل تولیدات يې دلته نندارې ته ایښی، د لاسي صنایعو د ودی له پاره ځیني وړاندیزونه لري: «که چیري حکومت په نورو سمیو کي هم د ښځو د لاسي تولیداتو له پاره زمینه برابره کړي هم به مو مېرمني خود کفا شي او هم به کورني تولیدات رواج ومومي.»

د مزار شریف د نوآباد ترکمنیه د میرمنو ټولنه چي ویل کیږي د زرو په شا و خوا کي نجوني او مېرمني يې غړیتوب لري، وايي چي دوی به تر دې ورسته په هره میاشت کي حد اقل یووار د میرمنو لاسي صنایع نندارې ته وړاندي کوي، څو هم رواج پیدا کړي او هم ورته بازار پيدا شي.