1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په مسجد کي چاودني اووه کسان وژلي دي»

سيد رياض (Reuters)۱۳۹۱ دی ۲۴, یکشنبه

چارواکي وايي چي د میدان وردگو ولایت په يوه مسجد کې يوې چاودني اووه تنه ملکي افغانان وژلي دي. پيښه د ياغيانو تر وژلو وروسته رامنځته سوې ده.

https://p.dw.com/p/17JBM
انځور: Reuters

د میدان وردگ ولایت د والي ویاند شاهدالله شاهد، د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه پیښه د یکشنبې ناوخته ماښام «۲۰۱۳کال د جنورۍ ۱۳» د دغه ولایت د سید آباد ولسوالۍ د حسین خیلو په سیمه کې رامنځته شوې ده:

«د افغان او بهرنیو ځواکونو پر يوه کاروان باندي له مسجد څخه يرغل وشو... تر پوځي عملیاتو وروسته په یوه چاودنه کې اووه تنه ملکي کسان هم ووژل شول.»

د هغه په خبره دغه چاونه هغه مهال رامنځته شوه، چې ځایي خلکو د «حاجي قدوس» په نامه مسجد څخه د وژل شوو یاغیانو جسدونه راایستل.

د ناټو ویاند ویلي دي چې د گډو ځواکونو یوې ځانگړې ډلي تیره شپه په دغه سیمه کې عملیات تر سره کړل، او تر هغه وروسته چې ځواکونو له دغي سيمي څخه وتلي دي، د یوې چاودنې په اړه خبر شوي دي. دغه ویاند زیاته کړې ده چې په عملیاتو کې ملکي خلکو ته مرگ ژوبله نه ده اوښتې.

د شپې له خوا چاپې او د ملکي وگړو مرگ ژوبله هغه شخړه ییزه موضوع ده چې د افغان حکومت او لوېدیځوالو تر منځ یې واټن رامنځ ته کړی او په افغانستان کې د ډیرو احتجاجونو او تاوتریخوالي لامل هم گرځیدلې ده.

طالبان او د میدان وردگ پولیس بیا ادعا کوي چې دغه مرگ ژوبله د ایساف د یوه هوایي برید په پایله کې رامنځته شوې ده، خو ائتلافي ځواکونه بیا وایي چې په دغه عملياتو کې له هوایي ځواک څخه کار نه دی اخیستل شوی.

د ایساف ځواکونو ویاند د وینا له مخې پر گډو ځواکونو د طالبانو له خوا د یوې نژدې ودانۍ څخه برید شوی دی او داسې گومان کیږي چې له دغي ودانۍ څخه د مسجد کار اخیستل کیده. د هغه په وینا د گډو ځواکونو په ځوابي برید کې څلور طالبان ووژل شول. دغه ویاند زیاته کړې ده:

«که چیرې د ملکي وگړو مرگ ژوبله رامنځته شوې وي، نو دا کار تر هغه وروسته تر سره شوی دی، چې ځواکونه له دغه سیمي څخه وتلي دي.»