1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مسکو کې د مظاهرو په ترڅ کې ډېری کسان ونیول سول

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14s5u

د پوتین د بیا ټاکل کیدو پر ضد د اپوزیسیون له خوا په نوو مظاهرو کې پولیسو لږ تر لږه ۴۰ تنه نیولي دي. د انترفکس په حواله د نیول سوو کسانو په ډله کې د انترنت بلاګر الکسیا نا والني، او د تلویزیون ویانده کسېنیا زوبشاک، هم شامل دي. همدارنګه ډیری ژورنالیستان هم د پولیسو له خوا زورول سوي دي.

د سې شنبې په ورځ پخوانی جمهور رئیس دیمیتري مېدوېدیف د صدراعظم په توگه وټاکل سو. پخپله ولادیمیر پوتین بیا د دوشنبه په ورځ د ریاست جمهوري لوړه وکړه. دا دریم وار دئ چې پوتین د جمهور رئیس او دوهم وار دئ چی مېدوېدیف د دغه هیواد د صدراعظم په حیث ټاکل کیږي.