1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په مصر کي۵۰کسان اعدام سوي دي»

۱۳۹۹ آبان ۲, جمعه

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په حواله په مصر کي د اکتوبر په پیل کي د لسو ورځو په ترڅ کي تقریباً ۵۰کسان اعدام سوي دي. تر چین، ایران او سعودي عربستان وروسته مصر هغه هیواد دی چی تر ټولو ډیر اعدامونه پکښي ترسره کیږي.

https://p.dw.com/p/3kKxH
Iran Todesstrafe
انځور: picture-alliance/dpa/W. Steinberg

د بشري حقونو د څارني سازمان، هیومن رایتس واچ د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چي په دغو کسانو کي ۱۵کسان هغه نارینه هم شامل دي چي د سیاسي تشدد له امله په اعدام محکوم سوي ول.

نوموړي سازمان دغه ډول اعدامونه سخت وحشیانه بولي. په هیومن رایتس واچ کي د منځني ختیځ کارپوه جوی ستورک څرگنده کړې ده چي په مصر کي په عادلانه پروسو په خاص ډول سیاسي پروسو کي د سیستماتیکو نیمگړتیاوو له امله، د اعدام هر حکم د ژوند کولو له حق څخه سرغړونه بلل کیږي.

دغه ارقام د رسمي ادارو له خوا نه دي تائید سوي. حکومت ته نژدې رسنۍ بیا د اکتوبر په پیل کي د څه د پاسه ۳۰ اعدامونو په هکله بیلابیل رپوټونه خپاره کړل. سربیره پر دې د هیومن رایتس واچ له پاره د ال شباب خپلواکي ادارې هم د ۱۵ تنو هغو بندیانو د نومونو ليست خپور کړی دی چي اعدام سوي دي.

د امنيستي انترنشنل په حواله په مصر کي تیرکال دومره ډیر انسانان اعدام سول چی د نړۍ په کوم بل هیواد کي یې ساری نه درلود.

په نړیواله سطحه تر ټولو ډیر اعدامونه په چین، ایران، سعودي عربستان او عراق کي ترسره کیږي. تر هغه وروسته بیا امریکا متحده ایالات، پاکستان او سومالیا راځي. د نوموړي سازمان په خبره په مصر کي د ۲۰۱۴م کال راهیسي تر۲۵۰۰ زیات انسانان په اعدام محکوم سوي دي.

د مصر محکمې او ادارې زیاتره وخت اعدامونه نه اعلانوي او په اعدام محکومو کسانو خپلوانو ته هم، په دې هکله معلومات نه ورکوي. د هیومن رایتس واچ په حواله ډیری اقرارونه د شکنجو له لاري په بندیخانو کي اخیستل کیږي، پرته له دې چي محکوم سوي کسان د بندیانو له پاره مؤظفو وکیلانو ته لاس رسی ولري.

منتقدین سربیره پردې شکایت کوي چي تورن کسان په ډله ایزو محکمو کي د یوې عادلانه پروسې له پاره هیڅ ډول چانس نه لري.

ولسمشرعبدالفتاح ال سي سي تیر کال د اعدام سزا د غچ اخیستني یو شکل وباله.