1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې اضطراري حالت د دوو میاشتو له پاره وغځول شو

مسعود جهش (Reuters, AP)۱۳۹۲ شهریور ۲۲, جمعه

د مصر حکومت په دغه هیواد کې د اضطراري وضعیت موده د دوو نورو میاشتو له پاره غځولې ده. حکومت وایی چی دغه اقدام په مصر کې د امنیتی اندیښنې له کبله شوی دی.

https://p.dw.com/p/19gxW
انځور: Reuters

د مصر موقت حکومت د اګست میاشتې په ۱۴مه نیټه په دغه هیواد کې د یوې میاشتې له پاره اضطراري وضعیت اعلان کړی وو. د پنجشنبې په ورځ دغه حالت د نومبرتر نیمایي پورې وغځول شو. د موقت ولسمشر دفتر ویلي دي چې دغه پریکړه د امنیتي وضعیت په اړه د اندیښنو له کبله وشوه.

تر دغه اعلان وروسته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سمدسي له هغه سره خپل مخالفت اعلان کړ. د دغه وزارت ویاندې مرستیالې ماري هارف، خبریالانو ته وویل: «موږ اوس هم له دې وضعیت سره مخالف یو. موږ له لومړي سره د اضطراري وضعیت له اعلانیدو سره مخالف وو. موږ د مصر له موقت حکومت څخه غواړو چې ژر تر ژره دغه وضعیت پای ته ورسوي.» میرمن هارف زیاته کړه: «د مصر موقت حکومت او پوځ باید قانوني پروسې پلي کړي او د پولیسو او یا هم پوځ له خوا نیول شوي ملکي وگړي باید یوازې ملکي محکمو ته راجع شي.»

د فلسطین پر حماس ډلې تور

د پنجشنبې په ورځ د مصر دولتي تلویزیون د فلسطین پر حماس ډلې باندې تور ولګاوه چې د مصر افراطي اسلامپالو ته د بمي بریدونو د ترسره کولو روزنه ورکوي. حماس او اخوان المسلمین متحدین دي. د مصرګوښه کړای شوی ولسمشر محمد مرسي، د اخوان المسلمین ډلې پورې تړاو لري.

د مصر د دولتي تلویزیون یوه ویاند وویل: «امنیتي ځواکونه په دې خبر شوي دي چې د حماس پوځي څانګې څو تنه د بمي موټرد بریدونو د ترسره کولو او د چاودیدونکو تو د جوړولو په برخو کې روزلي دي.» د مصر دولتي تلویزیون همداراز ادعا کړې ده چې د حماس ډلې مصري افراطي اسلامپالو ته ۴۰۰ ماینونه ورکړي دي. د حماس د ډلې ویاند دغه تورونه په کلکه رد کړي دي او هغه یې د نوموړې ډلی د بدنامولو هڅې بللې دي.

محکمې د مبارک د دورې چارواکو ته برائت ورکړی دی

مصري قضایي چارواکو ویلي دي چې د دغه هیواد یوې محکمې د پخواني ولسمشر حسنې مبارک د دورې ۱۴ تنو چارواکو ته برائت ورکړی دی. په دغو کسانو کې هغه پولیس هم شامل ول چې ویل کيږي د مبارک د راپرځیدو په ورځ یې د مظاهره کوونکو پر ضد له تاوتریخوالي څخه کار اخیستی وو.

په وروستیو وختونو کې په مصر کې د مبارک د دوري ډیر شمیر چارواکو ته یا خو برائت ورکړل شوی دی او یا هم ورسته سپکې سزاگانې اورول شوې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب