1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې سیاسي کړکیچ ادامه لري

۱۳۹۱ تیر ۲۰, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15UYH

په مصر کې د پارلمان د منحل کیدو او د ولسمشر له خوا د نوو پارلماني ټاکنو تر سره کیدو پورې د پارلمان د بیرته فعالولو امر په دغه هیواد کې یو نوی سیاسي کړکیچ رامنځ ته کړي دئ. د ولسمشر محمد مرسي له لوري د پارلمان د بیرته فعالولو امر د مصر د اساسي قانون محکمې یو ځل بیا رد کړي دئ. د مصر د اساسي قانون د محکمې قاضیانو ولسمشر ته ۳۶ ساعته وخت ورکړی دئ چې د پارلمان د بیا فعالولو امر بیرته واخلي. د مصر د با قدرته پوځ له خوا هم په اعلامیه کې راغلي دي چې په هر صورت کې باید د قانون درناوی وشي او هغوی به له دې څخه ملاتړ وکړي، چې دا په غیر مستقیمه توگه د پوځ له خوا ولسمشر ته د یوه گواښ سره تعبریږي.