1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې لا هم لاریونونه دوام لري

۱۳۹۱ تیر ۳, شنبه
https://p.dw.com/p/15KFt

د مصر د پلازمینې قاهرې د تحریر په څلور لارې کې تیره شپه هم مظاهره کوونکي سره راټول شوي دي. مظاهره کوونکو له ځانه سره د دغه هیواد بیرغونه لرل او واکمني پوځي شوری د واک پريښودلو په اړه ئې شعارونه ورکول. د مصر د ټاکنو کمسیون لا تر اوسه هم دا ژمنه نه ده کړې چې د یکشنبې تر ورځې به د ولسمشرې د ټاکنو د نتایجو اعلان وکړي. چارواکو ویلي دي چې د دغه نتایجو د ځنډولو اصلي علت د ټاکنو د کمیسون له خوا د دواړو نوماندونو په اړه د شکایتونو اوریدل وو. د مصر د ولسمشرې ټاکنې د اخوان المسلمین د گوند نوماند محمد مرسي او د حسني مبارک د رژیم د وروستي صدراعظم احمد شفیق تر منځ تر سره شوې دي.