1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په مصر کې له دموکراسۍ څخه ملاتړ کوو»

۱۳۹۱ تیر ۲۵, یکشنبه

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې ویلي دي چې په مصر کې د دموکراسي د انتقال له بهیر څخه په کلکه ملاتړ کوي. هغه تیره ورځ مصر ته په یوه دوه ورځني سفر تللې وه ‎او د دغه هیواد له ولسمشر محمد مرسي، سره ئې ولیدل‎.

https://p.dw.com/p/15Y0y
انځور: dapd

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن، د مصر له ولسمشر سره د لیدنې کتنې پر وخت وویل چې متحده ایالات په دغه هیواد کې ملکي دولت ته د واک له انتقال او اقتصادي پرمختگ څخه په بشپړه توگه ملاتړ کوي. هغې زیاته کړه: «زه قاهرې ته راغلې یم چې د متحده ایالاتو له لوري د مصر له خلکو او د هغوی له دموکراتیک بهیر څخه د ملاتړ ژمنه تکرار کړم.»

د مصر له نوي ټاکل شوي ولسمشر محمد مرسي، سره تر لیدنې کتنې وروسته په قاهره کې هیلري کلنتن خبریالانو ته وویل: «موږ غواړو چې ښه ملگري ووسو. موږ غواړو چې په مصر کې د هغې دموکراسي ملاتړ وکړو چې د دې هیواد د خلکو د زړورتیا او ډیرو قربانیو په پایله کې رامنځ ته شوې ده.»

مرسي د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د کلنتن او له هغې سره د راغلي پلاوي سره په عام محضر کې په انگلیسي ژبه خبرې وکړې او ویویل: «موږ ستاسو لیدو ته ډیر لیواله او خوشحاله یو چې تاسو دلته یاست.»

په پام کې ده چې هیلري کلنتن به د یکشنبې په ورځ د مصرد د وسلوال پوځ د عالي شوری له مشر مارشال حسین طنطاوي، سره هم وویني. دا په داسې حال کې ده چې په مصر کې د واک پر سر د سیکولار پوځ او قضایه قوه د مرسي له گوند سره په شخړه کې ښکیل دي.

د روان کال د فبروري په میاشت کې د پخواني واکمن حسنې مبارک، تر راپرځیدو وروسته په دغه هیواد کې د دموکراسۍ بهیر دومره گړندی نه دئ. تیره ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته یو شمیر مصریانو یو احتجاجي لاریون هم تر سره کړ او په وینا ئې متحده ایالات د مصر په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

د مصر د پوځ د عالي شورا مشر د جون د میاشتې په ۳۰مه نیټه قدرت مرسي ته وروسته له یوې اعلامیې وسپاره چې په هغه کې د ولسمشر واک ډیر محدود شوی دئ. په خاصه توگه دغه اعلامیه د دولت له لوري د لگښتونو او د دغه هیواد له پاره د نوي اساسي قانون په جوړولو کې د مصر د دولت واک ډیر محدودوي. پر دې سربیره د مصر سترې محکمې د ولسمشر هغه امر هم بیرته رد کړی دﺉ چې له مخې ئې په مصر کې د نوې پارلمان تر فعالیدو پورې پخواني پارلمان بیرته په خپل کار پیلوه.

تیره میاشت د مصر د اساسي قانون محکمې د دغه هیواد پارلماني ټاکنې ناسمې بللې وي او ویلي ئې وو چې د پارلمان دریمه برخه څوکۍ چې د ازادو نوماندو له پاره ځانگړې شوې وې د سیاسي گوندونو له خوا پرې سیالۍ تر سره شوي دي. تر هغې وروسته د مصر واکمني پوځي شوری پارلمان منحل کړی وو.

کلنټن په مستقیمه توگه د قدرت پر سر رامنځ ته شوې شخړې ته کومه اشاره و نه کړه خو ویویل چې د دغو کړکیچونو له منځه وړل د مصریانو کار دئ.

آژانسونه، دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش