1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې نوی مؤقت لمړی وزیر وټاکل شو

۱۳۹۰ آذر ۴, جمعه

د مصر پوځي شوری پر خپل وخت د ټاکنو اعلان کړی. د دې سربیره پوځي شوری د حسني مبارک د وخت یو صدراعظم د مؤقتې دورې لپاره نوی صدراعظم ټاکلی دی.

https://p.dw.com/p/13H9W
په مصر کې اوس هم د پوځي شورا په وړاندې لاریونونه روان دي
په مصر کې اوس هم د پوځي شورا په وړاندې لاریونونه روان ديانځور: dapd

د مصر پوځي شوری د معزول شوي ولسمشر حسني مبارک د وخت یو پخوانې صدر اعظم، کمال الجنزوري، د نوي ملکي حکومت لپاره مؤقت صدراعظم ټاکلی دی. هغه د پوځي شورای له لوري وړاندیز شوی منصب منلی دی.

الجنزوي د ۱۹۹۶م کال څخه تر ۱۹۹۹م کاله پورې د مصر د لمړي وزیر په توګه دنده تر سره کوله. د دغه منصب تر منلو د مخه الجنزوري د پوځي شورې د مشر، مارشال حسین طنطاوي، سره لیدلي وو. دا په داسې حال کې ده چې په مصر کې د راونو لاریونونو له امله کابینې په ډلیزه توګه استعفا وکړه.

الجنزوري به د عصام عبدالعزیز شرف ځای ناستی شي. خو د تحریر په میدان کې راټولو شوو لاریون کوونکو په ملکي حکومت کې د بدلون پریکړه نه ده منلې او د جمعې په ورځ یې یو ځل بیا د لاریونونو لپاره غږ کړی دی. ځینو لاریون کوونکو د نوي صدراعظم ټاکل رد کړي او ویلي یې دي چې باید نوو کسانو ته وخت ورکړل شي.

لاریون کوونکي اوس د پوځې شوری د مشر، محمد حسین طنطاوي، د محاکمې غوښتنه کوي. طنطاوي د پخواني ولسمشر حسني مبارک د واکمنې پر وخت د ۲۰ کلونو لپاره د دفاع د وزیر په توګه دنده تر سره کړې. په مصر کې د څو ورځو لاریونونو په ترڅ کې تر اوسه پورې شاوخوا ۴۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د مظاهره کوونکو د قهر د کمیدو په خاطر د مصر پوځي شورې ټولې هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې د دوشنبې د ورځې څخه پیلیدونکې ټاکنې به وځنډول شي.

تر دې وړاندې د نومبر د میاشتې په ۲۸مه نیټه د تر سره کیدونکو ټاکنو د ځنډولو وړاندیز شوی وو. په مصر کې د درې میاشتو په اوږدو کې د ټاکنو د تر سره کیدو بهیر د راروانې دوشنبې څخه پیلیږي.

د څیړونکو په آند په ټولټاکنو کې ښایې اخوان المسلمین او هغه ګوندونه چې د پوځي شوری څخه ملاتړ کوي بریا تر لاسه کړي. د بل پلوه عرب لیګ سوریې ته خبردارې ورکړی چې د یوې ورځ په ترڅ کې دغه هیواد ته د څارونکو د ورتلو تړون لاسلیک کړي. د عرب لیګ هیوادونو همداراز کواښ کړی چې که سوریه دغه تړون لاسلیک نه کړي پر دغه هیواد په نوې بندیزونه ولګول شي.

دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش