1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې چاودنې ۱۶ تنه وژلي

۱۳۹۴ آذر ۱۳, جمعه

د مصر په پلازمېنه قاهره کې په یوه رستورانت کې چاودنې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژلي دي. یوه ماسک لرونکي کس دغه رستورانت ته اور اچونکي مواد ورغورځولي دي. یو شمیر کسان ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/1HHMG
انځور: picture-alliance/dpa/K. Elfiqi

دغه پیښه نن سهار د پلازمېنې قاهرې په یوې ناحیې کې رامنځ ته شوې ده. لا هم ډیر جزئیات نه دي په ډاگه شوي. دا هم معلومه نه ده چې د پیښې عاملین څو تنه ول. خو یوه خبره روښانه ده او هغه دا چې پر رستورانت باندې د اور اچونکي بم په واسطه برید شوی دی او سوځیدلی دی.

د دغې پیښې انگیزه هم لا روښانه نه ده. خو د چارواکو د لومړنیو تحقیقاتو له مخې، دغه برید کوم سیاسي شا لید نه لري. د رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې برید کوونکی ښایي د دغه رستورانت یو پخوانی کارکوونکي وي، چې له کاره ایستل شوی وو.

په مصر کې زیاتره وخت بریدونه تر سره کیږي چې له تندلاریتوب څخه انگیزه اخلي. دغه بریدونه زیاتره امنیتي ځواکونو ته متوجه وي. د ۲۰۱۳م کال په دوبي کې د ولسمشر محمد مرسي له واکه د گوښه کولو وروسته، تندلارو اسلامپالو په سلونو عسکر او پولیس وژلي دي.