1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې یوې چاونې ۱۴ کسان ووژل

مسعود جهش (AP, AFP, Reuters)۱۳۹۲ دی ۳, سه‌شنبه

د مصر په شمال کې یوې چاودنې ډیره مرگ ژوبله رامنځ ته کړې ده. ویل کیږي چې قاهرې د دغې چاودنې پړه پر اخوان المسلمین ډلې باندې اچولې ده او هغه یې یوه ترهگره ډله بللې ده.

https://p.dw.com/p/1AgLw
انځور: Reuters

د سه شنبې په سهار وختې د رامنځ ته شوې چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي. دغه چاودنه د مصر په المنصوره ښار کې د پولیسو دفتر ته نزدې رامنځ ته شوه. ویل کیږي چې چاودنه د یوه موټر بم له کبله پېښ شوې ده.

په دې چاودنه کې د ښار د پولیسو د مشر په گډون شاوخوا ۱۰۰ کسان ټپیان شوي هم دي. د چاودنې له کبله شاوخوا ودانیو ته سخت زیان رسیدلی دی او پخپله د پولیسو د دفتر د ودانۍ یوه برخه نړیدلې ده.

تر برید لږ وروسته د مصر د موقت حکومت ویاند شریف شوکي، د چاودنې پړه پر اخوان المسلمین باندې واچوله. دغه خبره د مینا خبرې آژانس کړې ده. د مصر د حکومت دغه ویاند وویل: «لومړي وزیر د اخوان المسلمین ډله د یوه ترهگر سازمان په توگه پیژندلې ده.»

اخوان المسلمین د روان کال د جولای میاشتې له دریمې نیټې راهیسې د خپل غړي او پخواني ولسمشر محمد مرسي، د بیرته واک ته راتلو غوښتنې کوي. مرسي تر دې مخکې تر سختو مظاهرو وروسته او بیا د پوځ د مداخلې په پایله کې له واکه گوښه کړای شو. مرسي له واکه تر گوښه کیدو وروسته د پوځ له خوا ونیول شو.

د اخوان المسلمین پلویان او پوځ د مرسي تر بندي کیدو وروسته له یو بل سره په مخالفت کې دي. د اخوان المسلمین د غړو ډیرې مظاهرې د موقت حکومت له خوا چې پوځ یې ملاتړ کوي په سختي ځواب شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب