1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مقدونيه: ۱۴ تنه افغانان او سوماليايان تر اورگاډي لاندي سوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۴, جمعه

د مقدونيې پوليسو ويلي دي چي ۱۴ تنه هغه مهاجر چي فکر کيږي افغانان او سوماليايان به وي تيره شپه په داسي حال کي وژل سوي دي چي د اورگاډي پټلۍ ته نژدې پر پښو باندي د اروپا خوا ته روان ول او يو گړندی گاډی باندي تير سوی دئ.

https://p.dw.com/p/1FESv
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Bennett

ويل سوي دي چي دغه ډله د پنجشنبې په ماښام د مقدونيې د ويليس ښار ته نزدې د اورگاډي پر پټلۍ باندي روانه وه. دوی تر هغه اورگاډي لاندي سوي دي چي د يونان د شمالي ښار تسالونيکي څخه د صربستان پلازمېني بلگراد ته روان وو.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي د دغه گړندي اورگاډي چلونکي ويلي دي چي دوی پټلۍ ته نژدې په لسونو انسانان وليدل چي ناست ول، خو د گاډۍ د درولو امکان نه وو.

د پوليسو په اعلاميه کي راغلي دي: «د اورگاډي چلوونکي کوښښ کړی دئ چي په هارن وهلو سره هغوی له پټلۍ ليري کړي چي په دې سره په لسونو نور له پټلۍ ليري سوي خو ۱۴ کسان وژل سوي دي.»

د پوليسو يوې وياندي ايوا کوتيفسکي ويلي دي چي فکر کيږي دغه مهاجر به له ۳۰ څخه تر ۴۰ کسانو پوري ول. هغې ويلي دي چي پوليسو ۸ تنه مهاجر چي ټپيان سوي دي او د پوليسو تر ورتگه پوري د پيښي په ځای کي ول، نيول سوي او زندان ته استول سوي دي. فکر کيږي هغه نور کسان چي ژوندي پاته سوي دي تښتېدلي دي.

ويل کيږي هغه مهاجر چي غواړي له پوليسو څخه ځانونه پټ مرکزي او غربي اروپا ته ورسوي د اورگاډي پټلۍ تعقيبوي. د تيرکال په نوومبر او دسمبر مياشتو کي هم دغه شان پيښي رامنځ ته سوي وې.

د نړۍ له مختليفو هيوادونو څخه چي هر کال په لسونو زره مهاجر غواړي د ترکيې او يونان له لاري د اروپا نورو هيوادونو ته ځانونه ورسوي افغانان هم وي.