1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ملي پوځ کي د زرونو «خيالي» عسکرو شتون؟

۱۳۹۵ دی ۲۳, پنجشنبه

د افغانستان د بيا رغاوني په برخه کي د امريکا د نظارتي ادارې چارواکي وايي چي په افغان پوځ کي اوس هم امکان لري په لسونو زره داسي عسکر وي چي په نوم ئې پيسي راايستل کيږي خو دوی په پوځ کي نه سته.

https://p.dw.com/p/2Vg69
Afghanistan Armee in der Nähe von Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/Dar Yasin

د افغانستان د بيا رغاوني په برخه کي د امریکا د نظارتي ادارې مشر جان سوپکو، د چهارشنبې په ورځ په واشنگټن کي ويلي دي چي واشنگټن داسي عسکرو ته پيسي ورکوي چي نومونه ئې پر کاغذ سته خو دوی په پوځ کي نه سته. هغه ويلي دي چي دغه پيسې به په غالب گومان د قوماندانانو جېبو ته لوېږي.

سوپکو په واشنگټن کي د «ستراتيژي او نړيوالو څېړنو» (CSIS) انستيتوت کي د وينا پرمهال وويل، داسي نخښي نښاني هم سته چي وسله والو طالبانو خپلو قوماندانانو ته لارښوونه کړې ده چي د افغان عسکرو څخه امريکايي وسلې، تېل او مهمات رانيسي.

د افغانستان د بيا رغاوني د څار ادارې مشر چي د افغانستان په امنيتي ځواک کښي ئې پر فساد باندي نيوکه کړې ده، زياته کړه چي د ياغيانو له پاره دا ډېر اسانه او ارزانه تماميږي.

امريکا متحدو ايالاتو او ناټو د ۲۰۱۴م کال په پای کي خپل جنگي ماموريت په افغانستان کي ختم کړ او د دغه هيواد ټول امنيتي مسئوليت ئې پخپله افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاره.

خو په دغه هیواد کي امنيتي وضعيت ورځ تر بلي خراب سوی دئ. له وسله والو طالبانو سره په جگړه د افغان امنيتي ځواکونو وروستيو پرشا تگونو د افغان امنيتي ځواکونو د وړتيا په اړه شکونه پيدا کړي.

په ۲۰۱۶م کال کي د وسله والو طالبانو له خوا د يوه کال مخکي په پرتله ډېر افغان عسکر وژل سوي دي. په ۲۰۱۵م کال کي د وژل سوو افغان عسکرو شمېر تر ۵۰۰۰ زیات وو.

نور مطالب آرشيف