1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ممبي کې د یوې ودانۍ د نړیدو له کبله ډیر کسان لادرکه دي

۱۳۹۶ شهریور ۹, پنجشنبه

په ممبي کې د یوې ودانۍ د نړیدو له کبله لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي. بل لوري ته بیا په هند او د هغې په ګاونډیو هیوادونو کې د ورښتونو له امله نږدې ۱۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2j8Qk
Indien Bombai Einsturz eines Gebäudes
انځور: Reuters/S. Andrade

د هند په میلیوني ښار ممبي کې د هستوګنې د څو پوړیزې ودانۍ د رانړیدو له کبله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي. د ژغورنې د عملې د رپوټ له مخې تر ۳۰ زیات کسان لا هم لادرکه دي. زیاته شوې ده چې په پيښه کې لس تنه ژوندي ژغورل شوي دي. دغه ودانۍ په یوه تنګه سیمه کې موقعیت لري. تر ۴۰ زیات د ژغورونکو عمله د ژغورنې په چارو بوخته ده.

د پیښې علت لا تر اوسه معلوم نه دی. خو دوې ورځې تر مخه په دغه سیمه کې د سختو موسمي بارانونو له کبله سیلابونه راغلي وو. تر اوسه په دغه سیمه کې د سیلابونو له کبله د لسو تنو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي. دا چې که موسم د ودانۍ په رانړیدو کې نقش لوبولی وي، لا معلومه نه ده.

د هندوستان ممبي ښار چې نفوس یې ۲۰ میلیونه ته رسیږي، ډیری سړکونه یې له اوبو څخه ډک وو او د اورګاډو د تګ راتګ د لغوه کیدو له کبله سلګونه انسانان په تمځایونو کې بند پاتې وو.

په هند، نیپال او بنګله دیش کې په تیرو اوونیو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو په ترڅ کې تر ۱۵۰۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د رسمي ارقامو له مخې یوازې په هند کې د جون میاشتې راهیسې د دغو موسمي ورښتونو له کبله ۱۳۰۰ انسانان وژل شوي دي. د هند شمالي ایالت بیهار تر ټولو زیات اغیزمن شوی دی. د رسمي ارقامو له مخې په دغه ځای کې ۵۱۴ انسانان مړه شوي دي.

Indien Flut in Ahmadabad
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Solanki

په نیپال او بنګله دیش کې د رسمي ارقامو او د سره صلیب د وینا له مخې په هر یوه هیواد کې شا او خوا ۱۴۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. زیاتره کسان د اګست میاشتې په دوهمه اوونۍ کې د ورښتونو له کبله مړه شوي دي.

د نیپال او بنګله دیش کابو هره دریمه برخه ځمکه د دغو ورښتونو په موده کې تر اوبو لاندې شوې وه. د هند په دغو دواړو ګاونډیو هیوادونو کې اوس د اوبو سطحه بیرته راټیټه شوې ده. خو اوس هم د یو شمیر خطرناکو ناروغیو د خپریدو اندیښنه موجوده ده. د رسمي معلوماتو له مخې په دواړو هیوادونو کې شاوخوا ۴۱ میلیونه انسانان د سیلابونو له کبله اغیزمن شوي دي. له بهرنۍ نړۍ سره د سلګونو کلیو اړیکه پرې شوې ده او د خوراک له پاره هیڅ څه نه لري.