1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په منشن کي د امنيت نړيوال کنفرانس پيل سو

۱۳۸۷ بهمن ۱۸, جمعه

وتلې څېرې او ستر نومونه د امنيت دغې غونډې ته کال په کال شهرت وربښي. سږ کال تر ټولو نامتو ويناوال جو بايدن نوميږي چې د امريکا د متحده آيالتونوی مرستيال اولسمشر دی...

https://p.dw.com/p/GoUR
په منشن کي هر کال نړيوال امنيتي کنفرانس دايريږي
په منشن کي هر کال نړيوال امنيتي کنفرانس دايريږيانځور: AP

دا چې هغه غونډې ته د راتگ بلنه ومنله د کنفرانس د مشر ولفگانگ ايشينگر د خوشالۍ سبب وگرځېد:« زه طبعاً په دې وياړم چي امريکايي مشرتابهء پرېکړه کړې ده چي د بهرنيو چارو او امنيتي پوښتنو په برخه کي لومړی دريځ د آلمان په مونشن ښار کې غوره کړي. دا د پاملرنې وړ مساله ده.»

بايدن به دا خبره روښانه کړي چي د امريکا حکومت د اروپا سره اړيکي څنگه پر مخ بيول او په ناټو کې څه ډول رول لوبول کول غواړي. ټوله توجه به بايدن ته هم واوړي کله چې نوموړی د افغانستان د وضعې په اړه څرگندونې لري.

متحده آيالتونه غواړي چې په افغانستان کې خپل ځواکونه ډېر زيات کړي. په تېره بيا اروپايان چې په تالار کې هم حضور لري، غواړي پوه شي چې آيا واشنگټن د هغوی څخه د لا زياتو هلو ځلو غوښتنه کوي، که څنگه. د رابلل شويو کسانو په ډله کې افغان اولسمشر حامد کرزی هم راځي چې په اگست کې پلان شويو ټاکنو ته بيا کانديد شوی دی. اوسمهال داسې نه برېښي چې واشنگټن د هغهء د کانديدۍ څخه بيا ملاتړ کول غواړي. افغان او امريکايي پلاوي به د غونډې د هوټل په شاتنيو کوټو کې د خبرو اترو ډېر موضوعات ولري.

د ايراني برخوالو، يعني د ايران د بهرنيو چارو د وزير متکي او د پارلمان د وياند لاريجاني او بلې خوا ته د مرستيال اولسمشر بايدن تر منځ ليدهء کاتهء لږ امکان لري. خو د متحده آيالتونو د نوي حکومت لخوا د خبرو اترو عمومي وړانديز ايران ته هم شوی دی.

کېدای شي چې د اتومي پروگرام په سر د په ټپه ولاړو خبرو اترو په برخه کې بېرته خوځښت راشي، دا د امنيتي چارو د آلماني سياستوالې اېلکه هوف هيله ده:«د اوباما د ادارې غځېدلی لاس چې اعلان کړي يې دي، غواړي سيده خبرې اترې پيل کي، يوازنۍ معقوله لاره ده. خو د دې انتظار بايد وباسو چې د خبرو د دغې نوې ستراتيژۍ اصلي نقطه کومه ده. ايران ته يوازې عرض کولای شو چې په عاجزه توگه دغه خبرې چې کېدای شي سمه لاره هواره کړي، د غير منطقي غوښتنو په څرگندولو سره په خطر کې وانچوي.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاينماير د کنفرانس د پرانستنې پر مهال د مهماتو د کنترول په اړه هم خبرې کوي او په دې لړ کې د ايران څخه هم يادونه کوي. د هغهء وړانديز دا دی چې د اتومي توکو توليد دې د نړيوالې څارنې لاندې راوستل شي:

«دا په دې مانا ده چې هر هغه ځای چيري چې د بډاينې تکنالوجي استعماليږي، په هماغه ځای کې دې نړيواله څارنه هم وشي چې زما په اند د اتومي انرژۍ نړيواله اداره بايد دغه کار پر مخ بوځي. د دې وړانديز څخه ملاتړ په زياتېدو دی او موږ به لا زيات تلاش وکړو. زه به د راتلونکې اونۍ په پای کې د دغې ادارې له مشر البرادايي سره په مونشن کې خبرې وکم.»

د آلمان لومړۍ وزيره انگلا مېرکل او د فرانسې اولسمشر نيکولا سارکوزي هم کېدای شي چې د مونشن د امنيتي غونډې په درشل کې خبرې وکړي: د دويمې نړيوالې جگړې د پای ته رسېدو راهيسې په لومړي ځل به آلماني پوځ ځينې واحدونه په فراسنه کې ځای په ځای شي چې د دغې موضوع د جزياتو په سر هم ځينې پوښتنې لا نه دي روښانه شوې.