1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په منځني ختیځ کې د دوو هیوادونو له ژمني څخه د ترمپ مخ اړول

۱۳۹۵ بهمن ۲۸, پنجشنبه

د امریکا ولسمشر په داسې حال کې چې د اسرایلو له لومړي وزیر نتنیاهو څخه یې د لږ شمیر کورنو د جوړولو غوښتنه کړې ویلي دي چې د منځني ختیځ کړکیچ د حل له پاره به د یوه هیواد رامنځ ته کیدل قبول کړي.

https://p.dw.com/p/2XgAo
Washington Treffen Trump und Netanjahu
انځور: Reuters/C. Barria

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ او د اسرایلو لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې پر دې باندي ټینګار وکړ چې په سپینه ماڼۍ کې د ترمپ په شتون سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي نوي اوج ته ورسیږي.

د ترمپ له خوا په خپرو شوو ځينو بیانیو کې داسې ښکاري چې امریکا د منځني ختیځ له پاره په خپله تګلاره کې ډیر بدلون راوستی. له دې ډلې څخه د دوو جل جلاا هیوادونو پر ځای د فلسطینیانو او اسرایلو د موافقې په صورت کې د یوه هیواد د جوړولو خبره هم د پام وړ ده.

ترمپ په دې هکله وویل: «زه دوو هیوادونو او یو هیواد جوړولو ته ګورم او په دې کې زما هغه خوښ دی چې دواړي خواوي پرې موافقه وکړي.»

هغه همدا راز وویل چې دا کار په دواړو خواوو پوري اړه لري، څو سولې ته ورسیږي او دا هم اړینه ده چې دواړه لوري دې د موافقې د رسیدو له پاره په خپلو کې سره جوړجاړی وکړي. د اسرایلو او فلسطینيانو ترمنځ د سولي وروستۍ اساسي خبرې په ۲۰۱۴م کال کې ترسره شوې.

ولسمشر ترمپ د اسرایلو د کورنو د جوړني مسلې پر وړاندي په تیر ديسمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو له خوا د یوې قطعنامې صادرولو ته په اشارې سره «په ملګرو ملتونو کې د اسرایلو پر وړاندې یو طرفه فعالیتونه» رد کړل. په ملګرو ملتونو کې د امریکا د هغه مهال سفیر، سمنتا پاور د ولسمشر بارک اوباما د تایید په لرلو سره د یادې قطعنامې له پاره رایه و نه کاروله او په دې کار سره یې د ملګرو ملتونو د دایمې غړي له ویټو پرته تاید ته لار هواره کړه. 

د دوو هیوادونو رامنځ ته کیدل

ترمپ همدا راز ویلي ول چې تر دې مخکې یې داسې باور درلود چې د دوو جلا هیوادونو رامنځ ته کول به اسانه کار وي خو وروسته هغه دا ومنله چې هغه وخت چې اسرایل او فلسطین په خپلو کې موافقه وکړي، هغه هم د یوه هیواد د رامنځ ته کیدو ته خوښ دی.

فلسطنیان له مخکې نه څه نا څه خبر وو چې کیدای شي واشنګټن به د یو خپلواک فلسطین د رامنځ کیدو کوښښونو ته شا واړوي.

حنان اشراوي چې د فلسطین د خپلواکۍ سازمان یو لوړپوړی غړی دی وايي: «که چیري د ترمپ اداره دغه سیاست رد کړي دا به د سولې فرصتونه له منځه یوسي او د امریکا ګټې، موقف او اعتماد به په بهر کې زیانمن کړي.» 

د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو په مشرتوب د امریکا متحدو ایالاتو ځينو پخوانیو ادارو په منځني ختیځ کې د سولې غوښتنه کړې وه او په دې کې د فلسطنیانو له پاره د خپلواک هیواد رامنځته کول هم شامل ول. د دوو جلا هیوادونو د حل لار له ډیري مودې راهیسې د سولې د نړیوالې خبرو اترو بنسټ ګرځیدلی وو. د آلمان په ګډون د نړیوالې ټولنې ګڼ شمیر هیوادونه د دوو هیوادونو رامنځ ته کولو ملاتړي دي.

د کورنو له جوړوني پرشاتګ

ترمپ پر نتنیاهو ږغ کړی چې د کورونو جوړولو له کار څخه دې څه نا څه پر شاتګ وکړي. په ورته وخت کې د اسرایلو مشر وویل چې د کورونو جوړولو موضوع د کړکیچ اصلي برخه نه ده او د کورنو د لږ جوړونې په هکله یې هیڅ ژمنتیا څرګنده نه کړه.

هغه وویل چې فلسطینیانو ته د سولې له پاره شرط د اسرایلو د شتون حق او د اسرایلو د پوځ له خوا د اردن د سیند د غربي غاړې کنترول منل دي.

د ایران له خوا د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د هڅې موضوع هم په دې خبري کنفرانس کې مطرح شوه. ترمپ یووار بیا د ایران او د اوباما ادارې ترمنځ د اټومې توافقنامې په هکله د خپل مخالفت یادونه وکړه. بل لوري ته بیا نتنیاهو د ترمپ ادارې له خوا پر ایران باندي د تازه وضع شوو بندیزونو هرکلی وکړ او د ایران د اټومي پروګرام د مخنیوي له پاره یې د امریکا له متحدو ایالاتو سره د ګډ کار کولو هیله مندي څرګنده کړه، کوم چې د هغه په خبره د دې موضوع ته «باید ډیر پخوا پام شوی وای.»