1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مونشن کې د کال فوسیل انتخاب شو

قاسم نوري (آژانسونه)۱۳۹۱ دی ۲۳, شنبه

څو میلیونه کاله مخکې پر ځمکې باندي د لویو دیناسورانو تر څنګ یو ډول لوی فیلان هم اوسیدل چې د «ماموت فیلانو» په نوم یادیدل. د دغه ډول یوه فیل موندل شوی سکلیت یا فوسیل د ۲۰۱۳ کال د «فوسیل یا ډبر هډ» په توګه نومول شوی دی.

https://p.dw.com/p/17Iw9
انځور: picture-alliance/dpa

په مونشن کې د فوسیل پیژندونکو ټولني د کال د فوسیل خطاب د «ګومپوتیریوم» له ذات څخه د یوه فیل فوسیل ته ورکړ. دغه فوسیل ۱۲ میلیونه کاله زوړ دی.

دغه پخوانی لوی فیل څلور اوږده غاښونه لري، درې متره جګ او پنځه متره اوږد دی. دغه ډول فیلانو تر لمړني تخبندان مخکې ژوند کاوه او له همدې کبله یې د سکلیتونو موندل یوه ډیره نادره پېښه ده.

دغه سکلیت څلویښت کاله پخوا د بایرن په سیند کې د یوه کب نیوونکي له خوا کشف شو. تر هغه وخت وروسته دا سکلیت په مونشن کی د بایرن د فوسیل پیژندنې او بیالوژیکي آثارو په دولتي موزیم کی ساتل کیږي.

تر وروستي یخبندان څه نا څه پنځه میلیونه کاله مخکې د ماموت فیلانو د نړۍ په بیلابیلو برخو کې ژوند کاوه. دغه ډول فیلان بیا له نورو ژوو سره یو ځای اروپا ته هم راغلل. دغو فیلانو ته د اسیا او افریقا د فیلانو د اولادې په سترګه کتل کیږي.
 
په مونشن کې د «ګومپوتیریوم» فیل موندل شوی سکلیت به نړۍ کې ساری نه لري. دغه سکلیت له دې کبله بې ساری بلل کیږي چې د نورو موندل شویو سکلیتونو په پرتله بشپړ دی.

په مونشن کې د «تي لرونکو» حیواناتو د فوسیل له موزیم څخه ګیرت رود رویسلر، وايي چې دغه نادره فوسیل د نړۍ له تاریخ سره د اشنایي پیدا کولو بهیر سره ډیره مرسته کولای شي.

دغه سکلیت څلویښت کاله پخوا د بایرن په سیند کې د یوه کب نیوونکي له خوا کشف شو.
دغه سکلیت څلویښت کاله پخوا د بایرن په سیند کې د یوه کب نیوونکي له خوا کشف شو.انځور: picture-alliance/dpa