1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په موټر کې د اور لګیدنې پیښې ۱۶ ماشومان ووژل

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۴, شنبه

د پاکستان د پنجاب ایالت د ګجرات په ښار کې د یوه ښوونځي په موټر کې د اور لګیدنې په پیښه کې ۱۷ تنه وژل شوي دي. دغه خبر چارواکو او د ژغورنې عملې له لوري تایید شوی دی.

https://p.dw.com/p/18dop
انځور: picture-alliance/dpa

دغه پیښه د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د مې د میاشتې ۲۵مه) د ګجرات په اطرافو کې کې د شخصي ښوونځي په یوه سرویس موټر کې رامنځ ته شوې ده. ګجرات د اسلام آباد سویل ختیځ ته د ۲۰۰ کیلومترو په واټن کې پروت دی.

د «ایدهي» د خیریه ټولنې د امبولانسونو د څانګې ویاند ویلي دي چې په پيښه کې ۱۶ ماشومان او يوه ښځه وژل شوي او نور اووه ماشومان ټپیان شوي دي.

یوه ماشومه چې د موټر څخه يې ټوپ وهلی دی، د جیو په نوم ځایي تلویزون ته ویلي دي چې د اور لګیدو د مخه په موټر کې د پترولو بوی وو. هغې ویلي دي: «موږ له موټروان څخه وغوښتل چې موټر ودروي، څنګه چې هغه موټر په کراره کړ، ما له موټر څخه ځان وغورځواه.» دغه نجلۍ زیاته کړې چې یو شمیر نورو ماشومانو هم له موټر څخه دانګلي دي. د هغه په وینا دوی د موټر دننه اور ولید او هڅه یې وکړه چې راګیر شوي ماشومان راوباسي، خو په وینا یې د اور لمبې ډیرې ژر خپرې شوې.

د پولیسو ځایي مشر دار علي خټک، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې پولیس په موټر کې د اور لګیدنې د پیښې په اړه څیړنې کوي. د هغه په وینا په دغه موټر کې د پترول او ګاز دواړه سیستمونه نصب ول. هغه زیاته کړې چې د پیښې وروسته موټروان تښتیدلی دی، خو دوی به یې تر ماښامه ونیسي. داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې دغه چاودنه په موټر کې د ګاز ډبې د چاودنې په پایله کې رامنځ ته شوې ده.

د عزیز بهټي شهید، د روغتون څخه یوه تن ډاکټر ویلي دي په موټر کې چې کوم ماشومان سوځیدلي دي، عمرونه یې د لسو او دولسو کلونو تر منځ دي. يوه ځای تلویزون د دغه موټر انځورونه خپاره کړي چې په بشپړه توګه سوځیدلی دی.

د پاکستان موقتي لومړي وزیر میر هزار خان کهوسو، د قربانیانو له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده. د لومړي وزیر د دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې لومړي وزیر له اړونده چارواکو څخه غوښتي چې ټپیانو ته ښه روغتیایي خدمات ورسوي.