1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په ميليونونو افغانانو مهاجرت ته ملا تړلې»

۱۳۹۴ شهریور ۲۵, چهارشنبه

د آلمان د پراختيايي چارو وزير وايي چي له افغانستانه د مهاجرو راروان بهير ته په کتو سره بايد له دغه هیواده د ځواکونو پر راايستلو غور وسي. «په دغه هيواد کي ثبات ورځ تر بلي خرابيږي.»

https://p.dw.com/p/1GXAJ
انځور: picture-alliance/Ton Koene

گرد مولر د چهارشنبې په ورځ د آلمان له «پساور نويه پريسه» ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي: «که موږ د افغانستان په اړه چټک غبرگون و نه ښوو، له دغه هيواده به د مهاجرو له يوه بل بهير سره مخامخ سو.»

هغه زياته کړې ده: «هلته په ميليونونو انسانان پلنډي پر شا مهاجرت ته ناست دي. په دغه هيواد کي بايد د ناټو پر نوي ماموريت او د ځواکونو د راايستلو پر سر له سره غور وسي.»

هغه پر اروپايي ټولني ږغ کړی چي د مهاجرو له کړکېچ او تېښتي سره د مبارزې په برخه کي لس ميليارده يورو برابري کړي. هغه زياته کړې ده چي دغه پيسې کيدای سي د «اروپا د پراختيا له صندوقه او له کاونډيو هيوادونو سره د مرستي له صندوقه برابري سي.»

هغه ويلي دي چي له دې پيسو څخه بايد پنځه ميليارده يورو د اروپا په جنوب کي د هغو هيوادونو په اختيار کي ورکړل سي چي مهاجر ورته راځي او پنځه ميليارده بايد کړکېچ څپلو هيوادونو ته ورکړل سي.

د آلمان د پراختيايي چارو وزير گرد مولر ويلي دي: «موږ همدا اوس په ليبنان، اردن او ترکيه کي له مهاجرو سره په ژمي کي د مرستو يوه پاکټ ته اړتيا لرو، چي د اروپايي ټولني کمېسيون مشر ئې وړانديز وکړي او د ټولني د هيوادونو مشران ئې بايد ژر تصويب کړي، چي دا به يو ستر پرمختگ وي.»