1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ميمنه کي ځانمرگي بريد ۱۶ ملکي وگړي وژلي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ اسفند ۲۷, سه‌شنبه

د فارياب ولايت په مرکز ميمنه ښار کي يوه ځانمرگي بريد کوونکي چي په ريکشاه کي سپور وو د يوه بازر د تلاښی تر پوستي دباندي يې ځان چولی او نزدې ۱۳ تنه ملکي کسان يې وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1BRHM
انځور په فاريان کي د بلي پيښي دی
انځور: Reuters

د فارياب ولايت والي محمد الله پتاش، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۱۸) له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي پيښه نن سهار رامنځ ته سوې ده او د ۱۵ تنو وژل سوو کسانو تر څنگ چي ښځي او کوچنيان هم پکښې شامل دي ۲۸ تنه نور ټپيان سوي هم دي.

خو د فارياب ولايت د امنيتي چارواکو په خبره په دغه بريد کي ۱۶ تنه وژل سوي ۳۶ کسان نور ټپيان سوي دي. د دوی په خبره ځانمرگي بريد کوونکي د چاوديېدونکو موادو ډکي ريکشاه ته هغه مهال چاودنه ورکړه چي د دغه بازار د ننوتلو دروازې ته را نژدې سو.

د دغي پيښي مسئوليت تر اوسه پوري چا پرغاړه نه دی اخيستی، خو دغه پيښه په داسي سيمه کي رامنځ ته سوې ده چي هلته وسله وال طالبان او نوري ياغي ډلي فعالي دي.

طالبانو څو ورځي مخکي اعلان وکړ چي خپل بريدونه به ډير کړي څو د اپريل مياشتي پر ۵ نېټه د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکني گډي وډي کړي.

دا لومړی وار نه دی چي په فارياب کي په داسي ځای کي ځانمرگی بريد تر سره کيږي چي د خلکو گڼه گوڼه وي. د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر مياشت کي هم يوه ځانمرگي بريد کوونکي په مسجد کي چي د سيمه ډير دولتي چارواکي پکښي راټول سوي ول ۴۱ تنه ووژل.

خو په دغسي پيښو کي اکثره وخت ملکي وگړي ډير وژل کيږي. د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي يوازي تير کال ۲۹۵۹ ملکي وگړي وژل سوي او نزدې ۵۶۵۶ کسان نور ټپيان سوي دي چي دا تر هغه د تير کال په پرتله ۱۴ سلنه زياتوالی ښيي.

په افغانستان کي وسله وال طالبان له دې څخه انکار کوي چي گويا د دوی د بريدونو هدف دي ملکي وگړي وي. خو ملگرو ملتونو ويلي دي چي د تيرکال د قربانيانو ۷۴ سنله د وسله والو ياغيانو د بريدونو په ترڅ کي وه.