1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مکسیکو کې د محصلینو پر وژلو اعتراف

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۱۷, شنبه

په مکسیکو کې د هغو ۴۳ محصلینو چې له یوې میاشتې څخه د زیاتې مودې راهیسې لا درکه دي، په اړه هیڅ معلومات نه شته. اوس نیول شویو دریو شکمنو کسانو د دغو محصلینو پر وژلو اعتراف کړی دی.

https://p.dw.com/p/1DjIQ
انځور: Reuters/Daniel Becerril

د مکسیکو لوی څارنوالان جیسس موریلو کارام، ویلي دي چې د «گوریرس یونیدوس» په نوم د مخدره موادو د یوې جنایي ډلې درې شکمنو کسانو چې څه موده وړاندې نیول شوي دي، د دغو محصلینو د وژلو او بالاخره د هغوی د جسدونو پر سوځولو اعتراف کړی دی. د نیول شویو کسانو د معلوماتو له مخې پولیسو، چې د هغوی په وینا یې عملا د مخدره توکو د محلي جنایي ډلو له پاره کار کوي، تر ۴۰ زیات محصلین دوی ته سپارلي ول.

د څارنوال د وینا له مخې د پیښې ځای د اگیولا، ښار ته څیرمه پروت دی. په دغه ځای کې د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې په پای کې له پولیسو سره تر اخ او ډب وروسته دغه ۴۳ محصلین لادرکه شوي ول. د څارنوال د وینا له مخې په دغه ځای کې تښتول شوي محصلین وژل شوي دي او بیا د هغوی جسدونه د پترولو په واسطه سوځول شوي دي. څارنوال په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې عاملینو بیا د وژل شویو کسانو ایرې په بوریو کې اچولي دي او سیند ته یې غورځولي دي.

د مکسیکو لوی څارنوال جیسس موریلو کارام
د مکسیکو لوی څارنوال جیسس موریلو کارامانځور: Reuters//Edgard Garrido

خو څارنوال په خپلو څرگندونو کې پر دې ټینگار کړی دی چې په قوي احتمال سره به د د وژل شویو کسانو د پاتې شونو پيژندل ډیر وخت ته اړتیا ولري او په وینا یې له دې کبله دغه محصلین لا هم د لادرکه کسانو په ډله کې شمیري.

د لادرکه شویو ۴۳ ځوانو محصلینو نا څرگند برخلیک له اوونیو راهیسې په مکسیکو کې د بحث توده موضوع ده. دغه ۴۳ ځوانان چې د دارلمعلمین محصلین دي، د سپتمبر میاشتې پر ۲۶مه نېټه د گوریرو ایالت په اگیولا نومې سیمه کې تښتول شوي دي. څو اوونۍ دمخه د «گوریرس یونیدوس» په نوم د جنایي ډلې غړو د دغو کسانو پر وژلو اعتراف کړی وو او څیړونکي د یوه ډله ییز قبر راسپرړلو ته اړ شوي ول. خو څیړنو وښووله چې په دغه ډله ییز قبر کې موندل شوي کسان له لادرکه کسانو سره تړاو نه لري.

د سه شنبې په ورځ د اگیولا پخوانی ښاروال او د هغه میرمن چې د دغه جنایت اصلي طراحان گڼل کیږي د شپږو اوونیو تر تېښتې وروسته په مکسیکو ښار کې ونیول شول. پخوانی ښاروال خوزې لویس آبارکا او د هغه میرمن لویس انجلېس پنېدا، د محصلینو تر لادرکه کیدو وروسته پټ شوي وو. د مکسیکو لوی څارنوال داسې گمان کوي چې آبارکا د محصلینو پر ضد د اقداماتو امر ورکړی وو، تر څو په دې کار سره یوه ورځ وروسته یوې غونډې ته د ده د میرمن د وینا پر مهال د احتجاج مخه ونیسي.

داسې گومان کیږي چې آبارکا او د هغه میرمن د «گوریرس یونیدوس» له جنایي ډلې سره اړیکي لري، دا ځکه چې د آبارکا میرمن د مخدره توکو د قاچاق کوونکو له یوې کورنۍ سره تړاو لري. د څیړونکو د اټکلونو له مخې په دغه سیمه کې سیمه ییز محلي سیاستوال، اختلاس گر پولیس او د مخدره موادو جنایت کاران لاس په لاس کار کوي.