1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په میانمار کې ځمکې ښویدنې ۹۰ تنه وژلي

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۱, یکشنبه

دغو خلکو د یشم د ډبرو د یوه کان د پاتې شوو خاورو په تپه کې د ارزښتناکه کاڼو لټون کاوه او د تپې د ښویدو خطر یې له پامه غورځولی وو. لا هم تر سلو زیات کسان لادرکه دي.

https://p.dw.com/p/1HAG6
انځور: picture-alliance/AP Photo

دغه پیښه د شنبې په ورځ د کاچن په نوم لیرې پرتې سیمه کې د سرو زرو او یشم ډبرو یوه کان ته څیرمه رامنځ ته شوې ده. د لومړنیو معلوماتو د شا او خوا ۳۰۰ مترو په لوړوالي د خاورو یوه تپه ښویدلې ده او کابو ۵۰ کوره یې لاندي کړي دي.

خبري آژانسونو د یوه ځایي چارواکو له قوله لیکلي دي: «موږ د شنبې په ورځ ۷۹ قربانیان او د یکشنبې په ورځ بیا ۱۱ تنه له خاورو راایستلي دي. موږ یوازې مړي وینو او هیڅوک پر دې دقیق نه پوهیږي چې څومره کسانو دغلته ژوند کاوه.»

زیاته شوې ده چې تر اوسه یوازې یو کس ژوندی ژغورل شوی وو، او لږ ساعت وروسته هغه هم ساه ورکړه. د ځایي چارواکو په وینا د سره صلیب کارکوونکي، پوځ او پولیس د لادرکه شوو کسانو لټون کوي. خو په سیمه کې د خرابې هوا له کبله د کیندنې چارې له خنډونو سره مخامخ دي.

د میانمار په شمال کې دغسې پیښې نادره نه دي. عاملین او قربانیان زیاتره وخت هغه خلک دي چې په تیاره کې د کانونو د خاورو په تپو کې د قیمتي ډبرو په لټه کې وي. په روان کال کې په میانمار کې په دغسې پیښو کې ډیرو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.